د بشري حقونو کمېسیون: په هوايي بریدونو کې د افغانانو مرگ‌ژوبله درې برابره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۶) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره سم، په هوايي بریدونو کې د ملکي وگړو مرگ‌ژوبله درې برابره شوې ده.

د بشري حقونو د  خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وايي، امریکا په تېره میاشت کې د تېرو اوو کلونو په پرتله ډېره بمباري کړې ده، چې زیات تلفات یې ملکي وگړو ته اړولي دي.

د صدیقي په خبره، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۶۲ ملکي وگړو ته مرگ‌ژوبله اوښتې، چې ۱۶۹ تنه یې وژل شوي او ۹۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون وايي، ۱۷۲ تنه ملکي وگړي افغان هوايي ځواکونو وژلي او ۸۲ تنه د چټک غبرگون ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون د امریکا او افغان دولت څخه وغوښتل، چې په هوايي بریدونو کې د ملکي وگړو مرگ‌ژوبلې ته پام وکړي.

امریکا په تېره سپټمبر میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۵۱ بمونه غورځولي، چې ډېری ملکي وگړو ته پکې مرگ‌ژوبله اوښتې ده.

د ملگرو ملتونو په تازه راپور کې هم راغلي، چې د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې ۲۶۴۰ ملکي وگړي وژل شوي، چې دغه شمېره د تېرو کلونو په پرتله ډېره لوړه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button