د ولسي جرګې غړي: د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته امنيت خراب شوی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۶): د ولسي جرګې غړي وايي، چې د دغه هېواد لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته د افغانستان امنيتي وضعيت خراب او په هوايي بريدونو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.
د دغه جرګې غړي هاشم الکوزي او ارين يون رسنيو ته ويلي، چې د نوې تګلارې له اعلان وروسته هوايي بريدونه او شپني عمليات زيات شوي چې ورسره ډيری سيمې نا امنه شوې، په ډیری سيمو کې طالبانو پرمختګونه کړي او په دولتي ځواکونو بريدونو او چاودنو ته يې زور ورکړی دی.
د امریکا د نوې تګلارې له اعلان وروسته په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکي خلکو بمبارد شوی او لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې، خو د ملي حکومت مشران لا هم چوپه خوله دي او په دې اړه يې هيڅ غبرګون نه دی ښکاره کړی.
شنونکي وايي د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو زياتوالی او د ولسي خلکو مرګ ژوبله زياتېدل دا په ډاګه کوي، چې د امريکا په نوې تګلاره کې پر جګړې تمرکز شوی او د سولې لپاره پکې هيڅ مشخصه کړنلاره نه شته.
دوی زياتوي، چې د امريكا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته څو ځلې په مختلفو ولاياتونو كې پر ملكي وګړو هوايي بريدونه شوي چې ګڼ شمېر بې ګناه افغانان پكې شهيدان شوي دي.
د ولسي جرګې يو بل غړی عبدالرحيم ایوبي بيا وايي، چې د ملي وحدت حکومت کمزوری دی، بايد لويه جرګه راوبلل شي او په خبره يې که امنيتي وضعيت همداسې دوام وکړي افغانستان به د جګړو په ډګر بدل شي.
که څه هم د ټرمپ نوې ستراتيژي ډيره روښانه نه ده او ځينې افغان شنونکو ورسره مخالفت څرګند کړی او دا يې د افغانستان په زيان ستراتيژي بللې ده.
خو په عين حال کې د امريکا د دفاعي کمېټې مشر سناتور جان مک کين هم ويلي، چې ټرمپ ورسره د افغانستان د تګلارې په اړه پوره معلومات نه دي شريک کړي او تر هغې به نظامي چارواکو ته د باور رايه ورنکړي، ترڅو يې د تګلارې د جزياتو په اړه پوره معلومات نه وي ترلاسه کړي.



