روغتیا وزارت: په هیواد کې شاوخوا ۲۰ زره تنه له سرطان ناروغۍ څخه کړیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۶ فرید افغان)
تیره ورځ د روغتیا وزیر داکتر فیروزالدین فیروز دسرطان ناروغۍ په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل.
چې په افغانستان کې اوسمهال زرګونه تنه له دې وژونکې ناروغۍ څخه رنځ وړي.
نوموړي په سرطان اخته کسانو د دې ناروغۍ د کنترول او له سرطان څخه د نورو د ژغورلو پخاطر د پوهاوي د یوې میاشتني کمپاین د پیل خبر ورکړ.
نوموړی زیاتوي؛ چې د دوی د شمیرو تر مخه په هیواد کې د ۲۰ زرو په شاوخوا کې خلک په دې ناروغۍ اخته دي چې له ډلې یې ۳۵۰۰ تنه یواځې ښځې تشکیلوي چې زیاتره یې د سینې په سرطان اخته دي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل چې د سینې د سرطان د درملنې درۍ مرکزونه یې په کابل او هرات ولایتونو کې جوړ کړي چې د خلکو وړیا درملنه ترسره کوي.
که څه هم پدې وزارت نیوکې دي چې عام ولس ته لکه څنګه چې لازمه ده دارو درمل نه شي رسولی چې لوی علت یې پدې وزارت کې د فساد دکچې لوړالی ښودل کیږي، خو له دې هرڅه سره سره یې بیا هم ولس د داسې کړنو هرکلی کوي.
شنونکي پدې آند دي چې د امریکا او نړیوالو د میلیونونو مرستو سربېره افغانستان د سیمې په کچه روغتون نه لري چې لوی لامل یې پدې وزارت کې اداري فساد دی .



