بادغيس: د پوستې قومندان او ۱۱ پوليس له وسلو سره طالبانو ته اوښتي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۹): د بادغیس ولايت په آب کمري ولسوالۍ کې د يوې پوستې قومندان او ټول پوليس وسله والو طالبانو سره يوځای شوي دي.
طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د يادې ولسوالۍ مربوط د کوچه په سيمه کې د يوې پوستې قومندان مراد له خپلو يوولس ملګرو سره دوی ته ورغلی دی.
طالبان وايي، نوموړي له ځان سره يو ثقيل، يو راکټ، ۹ کلاشنکوفونه او په زياته اندازه مهمات او نور پوځي توکي هم وروړي دي.
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو په دغه ولايت کې يوې امنيتي سرچينې طالبانو سره د يادو سرتيرو يوځای کېدل تائيد کړي دي.
د سرچينې په وينا، نوموړی قومندان او يوولس تنه پوليس تېره شپه طالبانو ته ورغلي او د پوستې ټولې وسلې او نور مهمات يې هغوی ته تسليم کړي دي.


