کلابند شوي ښار الغوطة الشرقیة ته د مرستو کاروان ننوت

 

ملګرو ملتو پرون دوشنبه اعلان وکړ چې دمشق ته څیرمه د کلابند شوي ښار الغوطة الشرقیة کفربطنا او سقبا ښارونو ته د مرستو کاروان ننوتی دی، په کاروان کې نږدې څلویښت زره کسانو ته مرستې بار دي، د کاروان ننوتل وروسته له هغې صورت ونیو چې د ملګرو ملتو او نظامي انقلابي ځواکونو یو له بل سره ملاقات او جوړجاړی وکړ.

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو سازمان دفتر په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې ملګري ملتونو او د سوریې سرې میاشتې په مرستو بار کاروان کلابند شوي الغوطة الشرقیة کې د کفربطنا او سقبا ښارونو ته له بشري مرستو سره ننوتي دي چې په سوریه کې به څلویښت زره اړو اشخاصو ته مرستې وویشي.

د نن ورځې نه مخکې فعالانو ویلي وو چې د نظامي پاڅون ځواکونو یو هیئت د ملګرو ملتو له هیئت سره غونډه کړې او دواړو لوریو کفر بطنا او سقبا ښارونو ته د عاجلو مرستو په رسولو هوکړه کړې وه، همدا راز یې په تیرو ۷۲ ساعتونو کې د شمالي حمص ته څیرمه له زرو زیاتو ملکي کلابند شویو کسانو ته عاجلې مرستې رسولې دي.

همدا راز انقلابي ځواکونو هیئت ته د ملګرو ملتونو د هیئت لخوا په حمص او نورو زندانونو کې د بندیانو د بد وضعیت په اړه خبرداری ورکړ، د ملګرو ملتو هیئت هغه اسناد ورته وښودل چې پکې د بشار الأسد رژیم او ملاتړي یې ملکي بې ګناه خلکو په وړاندې د شنیعو او بوګنوونکو جرایمو مرتکب شوي دي او دا لړۍ لاهم دوام لري.

د الجزیره نه په مننې

عزیر اسدخیل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button