بېړنی خبر: شېبه وړاندې د ظاهر قدیر پر ورور «جمال» باندې چاودنه وشوه

کابل ټکی کام ۰۵لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
شېبه وړاندې د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا مخکښ رئیس او د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ښاغلي ظاهر قدیر پر ورور جمال باندې چاودنه وشوه.
خبر وایي چې دا پېښه د جلال اباد ښار اړوند د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې وشوه.
د لومړنیو مالوماتو له مخې چې تر اوسه پورې درې تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرها ولایت امنیه قومندانۍ د امنیت آمر غلام رباني پېښه تأییدوي او وايي چې په یاده پېښه کې د ظاهر قدیر د ورور جمال ۳ ساتونکي ټپيان شوي.
د یادونې وړ ده چې دا پېښه وروسته له هغې څخه شوې چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د داعش ډلې د له منځه وړلو هڅې کولې.


