د ترکیې ښه ځواب روسیه د پاڼ او پړانګ تر منځ کړه

کابل ټکی کام ۰۵لېندۍ/۱۳۹۴، تبصره: فرید احمد
دوه ورځې وړاندې د ترکیې له لورې د روسیې جنګي الوتکه چې په سوریه یې بمبار کولو وویشتل شوه.
ترکیې دعوه وکړه چې الوتکه د دوی حریم ته داخله شوې وه، او له حریم څخه دفاع د دوی حق ده، خو د پوتین زړه یې نه مني او وایې چې ننګېدلی دی، او د شا لخوا د داسې چا له لورې وهل شوی دی چې د ده په وینا د تروریستانو ملاتړی دی.
د روسیې جمهور رئیس د پېښې سره سمدلاسه غبرګون وښودو، او زیاته یې کړه چې ترکیې ته به پوخ ځواب ورکوي، او دا ځکه چې د روسیې جنګي الوتکه د ترکیې له خاورې درې کیلومتره لیرې وه، چی وویشتل شوه. (ته وا له ده سره هلته متر پروت وو او ویې کچله!). 
په هر حال الوتکه د ترکیې خاورې ته داخله شوې وه، یا نه بېله موضوع ده، دا چې ترکیې د روسیې الوتکه په نښه کړه مهمه پیښه ده.
له ۲۰۱۰ کال څخه وروسته په نړS کې د امریکا او د متحدینو زور په ماتېدو او اثر رسوخ یې کم شوی دی، د بش، اوباما، ټونیبلیر، رمسپيلډ، جان کیري او داسې نورو پر ځای نوې څېرې را مخ ته شوي دي، نن سبا په نړۍ کې تر ټولو مخکې ځان د ښه سیټ خاوند پوتین بولي، او همېشه نړۍ ته د خپل زور ښودنه کوي، په سیمه کې د امریکا سره په څنګ کې دوی هم اوس په مسلمانانو خپلې تبارې تیزوي، او درګرد بمبارۍ کوي، خپلې نوې جوړې شوې اسلحې ازمایې، ترڅو د آینده لپاره ځان سپر ځواک معرفي کري.
دا پوښتنه هم اوس نه مطرح کوو چې په کوم دلیل ټول کفري ملکونه د مسلمانانو په ملکونو حملې کوي ، هغه اصطلاحات څه شول چې کله هم کوم هیواد په بل هیواد حمله کوي، نو د ملل متحد په غونډه کې به لمړی خبره مطرح کیږي چې کله هم دا خبره له ملل متحد څخه تېره شوه نو بیا به مخکې په عمل لاس پورې کیږي. 
خو خیر اوس راځو موضوع ته، په نړی کې ټول ملکونه د الوتکې د رانسکورېدو له پېښې سره سم د یو بل دریځونو ته سره کتل او د سفارتونو له لارې یې په موضوع جرو بحث وکړ، پوتین هم خپل قهر د ملکونو مشرانو سره د کتنو پر مهال وښودلو، او اروپايي ملکونو له ترکیې سره همغږي او ملاتړ یې ترې اعلان کړ.
خو اوس د ترکیې له دې حرکت سره، روسیه له ناچارۍ سره مخ ده، تر څو یوې نوې مرحلې ته داخله شي، خو مخکې له دې مرحلې پوتین به د موضوع د برسي کولو تر عنوان لاندې پلټنه کوي، چې آیا په رښتیا هم الوتکه د ترکيې حریم ته داخله شوې ده او کنه.
د موضوع د برسي کولو او د نتیجې د موندلو څخه صرف نظر، روسان بیا هم ناچاره دي تر څو د ترکيې دې عمل ته ځواب په جنګي ټکو سره ووايي، او د روسيې هر قسم ځواب به په نړۍ کې د روسانو ارزښت ته سخته صدمه وروسوي، که چیرې ځواب په جنګ سره ورکړي نو روسیه دومره لا نده قوي چې د ترکيې غوندې هیواد چې نړیواله همدردي هم ورسره ده ، جنګي مرحلې ته ورسره داخله شي، او نه هم د روسیې خارجي پالیسي دومره قوي ده چې نړۍ له ځان سره ودروي، او که چیرې ترکیه دا مسئله د خبرو له لارې حل کول وغواړي نو هم د روسیې په داخل کې او هم په نړۍ کې د روسيې ښودل شوی قوت تر سوال لاندې کیږي، او که چیرې همدا موضوع همداسې سړه شي نو د ترکیې سیاسي او نظامي قوت ته به د خلکو سترګه ور واوړي او هم به اوسنۍ نظام په ترکیه کې تر بل هر وخت زیات ملګري پیدا کړي. 
نو ځکه هم روسیه په یوه داسې پړاو کې ده چې وتل به ورته ترې څه ساده کار نه وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button