د لغمان د حقوقو آمر په جلال اباد کې وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۹): د ننگرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، تېره شپه موټر سایکل سپرو وسله‌والو د لغمان د حقوقو آمر د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې وژلی دی.

د خوږیاڼي په خبره، د لغمان د حقوقو اوسنی آمر شیخ مجیب الرحمن تېر ماښام د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

شیخ مجیب الرحمن له تېرو څو کلونو راهیسې په کونړ او لغمان ولایتونو کې د حقوقو د امر په توگه دندې ترسره کړې وې؛ خو اوسمهال یې دنده په لغمان ولایت کې وه.

مجیب الرحمن د ننگرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی و او اوسمهال یې عمر ۴۲ کاله و.

تراوسه د نوموړي د وژنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

په دې وروستیو کې د جلال اباد ښار کې مرموزې وژنې ډېرې شوي، چې امنیتي ځواکونو یې په کابو کې پاتې راغلي دي.

د ننگرهار امنیتي چارواکو د شیخ مجیب الرحمن وژنه غندلې او تل په څېر یې د وژونکو د نیولو خبره کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button