ګارډین: هره ورځ نوي کسان د طالبانو ليکو سره يوځای کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۹): د برتانيې ګارډن ورځپاڼې له يوه طالب قومندان سره مرکه کړې او ويلي يې دي چې د هرې ورځې په تېرېدو له طالبانو سره نوي کسان يوځای کېږي او د بهرنیو ځواکونو پرضد وسلې اخلي.
د لوګر ولايت طالب قومندان ملاعبدالسعيد ګارډن ته ويلي، چې يواځې په لوګر کې هره ورځ له ۸ تر ۱۰ کسانو د دوی ليکو ته ورځي.
نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان خلک له حکومته ناراضه دي او د هغوی حقوق تر پښو لاندې کوي نو ځکه ډیری خلک په دې کوښښ کې دي، چې د طالبانو ليکې پياوړي کړي او له هغوی سره يوځای شي.
ملا سعيد ګارډن ته ويلي، چې ۱۵۰ زره امريکايي او په لسګونو زرو ناټو ځواکونو طالبان مات نه کړل، نو د ټرمپ نوي څلور زره اضافي عسکر به هيڅکله طالبانو ته ماتې ورنکړي.
د هغه په وینا، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو مخکې طالبان د سولې لپاره هيڅ پلان نه لري په داسې حال کې چې دهغوی مشران هم د بهرنيانو پر وتلو ټينګار کوي.
ګارډن ويلي، چې بهرني ځواکونه په خپلو اډو کې دي او د جګړې تګلاره يې بدله کړې ده، نوموړی طالب قومندان يې په ځواب کې وايي چې طالبانو هم د جګړې تګلاره بدله کړې او د بهرنيوځواکونو پر پوځي اډو به خپلو سترو بريدونو ته دوام ورکوي.
د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې تګلارې له اعلان وروسته طالبانو په امريکايي او بهرنيو ځواکونو وسله والو بریدونو او چاودنو ته زور ورکړی، چې له کبله يې د بهرنيانو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.
نه يواځې دا چې د طالبانو ليکو ته د نویو کسانو د ورتګ خبر ورکول کېږي، بلکې په دې وروستيو کې طالبانو سره د ملي اردو، عسکرو او محلي پوليسو د يوځای کېدو او له خپلو دندو لاس په سر کېدو راپورونه هم ورکول شوي دي.


