جاپان کې يوه ځوان ۹ تنه وژلي او جسدونه يې کور کې ساتلي و

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۹): د جاپان په پلازمينه توکيو کې پوليسو د يوه ځوان له کوره د ۹ کسانو جسدونه موندلي چې سرونه يې پرې شوي و.
پوليس وايي، کله يې چې د يوې لادرکه شوې مېرمنې د لټون په موخه عمليات پيل کړل، په ناڅاپي ډول يې په دغه کور کې د واورو له يوه صندوق څخه د يوه وژل شوي کس سر ومونداو د نورو پلټنو په پايله کې د ۹ وژل شويو کسانو جسدونه همپيدا شول.
پوليس وايي، د کور خاوند ۲۷ کلن ځوان دی چې په خپل جرم يې اعتراف کړی او نورې څېړنې ترې روانې دي.
د دغو ۹ کسانو وژونکي ويلي، چې د مړو د پټولو لپاره يې د ځينو کسانو جسدونه په برقي اره پرې کړي دي.
پوليسو يې له کور څخه يوه برقي اره هم ترلاسه کړې ده.
تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې دغه ۲۷کلن ځوان ولې نهه تنه وژلي او په کور کې ساتلي و.


