اسماعیل خان: امریکا د طالبانو پر وړاندې ماتې خوړلې او نور باید افغانستان پریږدي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۶ فرید افغان)

د کرزي د وخت د اوبو او انرژۍ وزیر او د افغانستان په لویدیځ کې بانفوذه جهادي مشر اسماعیل خان ویلي چې امریکایانو د طالبانو په مقابل کې سخته ماتې خوړلې او د دوی نور نظامي حضور به وضعیت لا کړکیچن کړي.
نوموړی چې د طالبانو له سرسختو مخالفینو شمیرل کیږي څرګنده کړې چې؛ که بهرنیان په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره پاتې کیدل غواړي هیڅکله به په کور دننه او سیمیزه کچه امنیت رانشي، ځکه په وینا یې چې د دې ملت بچیان د دوی اشغالګرانه حضور نه غواړي.
نوموړي چې د آزادې اروپا له رادیو سره خبرې کولې د صلح یواځنی فرمول د بهرنیانو وتل ښوودلي او زیاته کړې یې ده چې دبهرنیانو له وتلو پرته بل هیڅ لاره نشته چې افغانان دې د یوې نیکمرغه سولې څښتنان شي.
نوموړي ویلي؛ خلک له اوسني دولت څخه هیڅ حمایت نکوي
‹‹فکر کوم مخکې له دې څخه چې حکومت سقوط وکړي باید یو مشروع حکومت چې د خلکو په خوښه وي رامنځته شي ››
د اسماعیل خان په خبره؛ افغانان د امریکا په توسط د رامنځته شوي حکومت نه ملاتړ نه کوي او نه هم دا دولت په بهرنیو لښکرو بریا ته رسیدلی شي ‹‹ د مستقل رهبر د انتخاب لپاره یواځې لویه جرګه او یا هم سرتاسري انتخابات د حل یواځنۍ لاره ده ››

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دی به په دولت کې برخه واخلي ویلي ‹‹یوه ضعیفه اداره نشي کولی وتلې څیرې راخپلې کړي››
اسماعیل خان وروسته تر هغه دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې د بلخ والي عطانور هم هرات ته سفر کړی و او نوموړي سره یې ځانګړې ناسته درلوده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button