تخار: روغتون ته ځانګړي شوي یو نیم میلون دالر پیسې غلا شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۶ فرید افغان)

د بهرنیانو د پراخو مالي مرستو او د هغو د چورتالان لړۍ لا هم ګرمه روانه ده، تازه خبرونه وایي چې د تخار ولایت د روغتون د جوړولو او پرسونل لپاره ځانګړي شوي یو نیم میلون دالر حیف ومیل شوي دي.

د تخار د عامې روغتیا رییس حفیظ‌الله صافی وايي چې دا پروژه د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د ۹ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوې او د تخار د عامې روغتیا ریاست يې یوازې د څار او پلي‌کولو دنده په غاړه لري.

د تالقان مرکزي روغتون طبي وسایل، اړین درمل، ډیټابیس سیستم او اداري تجهیزارت نه لري او ټاکل‌شوې‌ وه چې دا یو نیم میلیون ډالره د تجهیزاتو او روغتون د اړتیا وړ توکیو له‌پاره لګول‌شوې‌ وای .

د سلام وطندار خبري شبکې له راپور سره سم؛ دا ۱،۶۴۹،۹۱۸.۵۳ امریکايي ډالره د عامې روغتیا وزارت او عزیزي بانک ترمنځ د «ضمانت» په توګه اېښودل شوي و چې بیا تیرکال د المان مالي او تخنیکي مرستو دفتر (KFW) د عامې روغتیا وزیر ته په یوه لیک کې ویلي و چې د افغانستان بانک له لارې دې له عزیزي بانک څخه دا مبلغ وصول کړي چې افغانستان بانک ورته منفي ځواب ورکړی و.

د تخار مرکزي چارواکي وایي چې د روغتون د طبي تجهیزاتو پیسې د عزیزي بانک په‌واسطه او د حکومتي چارواکیو په همغږۍ غلا شوي‌دي.
بلخوا عزیزي بانک ویلي چې دوی ته د جرمنانو د اضافه کاري ۱۲۵ زره دالره ورکړل شوي او هغوی ته یې رسولي او د یو نیم میلون دالرو د پیسو د ورکړې ادعاوې بې اساسه او له حقیقت څخه لرې خبره ده.
د سلام وطندار شبکې ویلي چې پوره یوه میاشت یې هڅه کړې ترڅو پدې اړه د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلي خو هغوی ترې په بیلابیلو پلمو ځان خلاص کړی دی.

دا لمړی ځل ندی چې په حکومت کې د دومره لوړې کچې فساد ترسره کیږي، څه موده وړاندې د مخابراتو پر وزارت هم تور ولګیده چې له مخابراتي شبکو څه د لس سلنې محصول کې لسګونه میلونه دالره درغلي شوې او شخصي جیبونو ته تللې دي.
څو میاشتې وړاندې ځینو رسنیو راپورونه ورکړي و چې د عامې روغتیا په وزارت کې په لوړه کچه فساد روان دی او له عادي ډاکټر نیولې بیا تر لوړپوړو چارواکو پورې په فساد کې ښکیل دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button