(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۱): د امریکا او پاکستان تر منځ د وروستي تاوتريخوالي د راولاړېدو سربيره د امریکا ګانګريس د دغه هېواد سره د ۷۰۰ ميليونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.
د رسنيو د راپور له مخې، د امريکا کانګريس ويلي چې پاکستان ته ورکول کېدونکې ۷۰۰ ميليونه ډالره به په دوه مرحلو کې دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لپاره ورکول شي. لومړی مرحله کې به ۳۵۰ ميليونه او دوهمه جوپه به هغه وخت ورکول شي، کله چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستاني ځواکونو مبارزه ګړندۍ او د طالبانو په ګډون د امريکا د نورو مخالفينو پرضد عمليات وکړي.
د دغو پيسو د ورکولو يو شرط دا هم دی، چې پاکستان به په پوله د افغانستان سره د وسله والو د مخنيوي لپاره عمليات کوي او د طالبانو، لشکر طيبيه او حقاني ډلې د مشرانو نیولو لپاره به هڅې کوي.
امریکايي او افغان چارواکي په پاکستان تور پورې کوي، چې په خپله خاوره يې طالبانو او حقاني ډلې ته ځای ورکړی او د هغوی مرسته کوي، خو پاکستان دغه تورونه په وار وار رد کړي دي.
څه موده مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف وويل، چې پاکستان پر طالبانو اغېز نه لري او نه هم طالبان د پاکستان مرستو ته اړتيا لري او په خبره يې چې طالبان د افغانستان په پنځه څلوېښت سلنه خاوره واکمن دي، ټول مشران او پوځي مرکزونه، روزنځايونه يې هلته دي.
د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکو ويلي و، چې دوی د امریکا مرستو ته اړتيا نه لري، خو امریکا دې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ نه هېروي او هغې ته دې په درنده سترګه وګوري.
















