د فسبوک اداره غواړي د لایک(خوښولو) تڼۍ ختمه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۴ فرید افغان)

د فسبوک مشر مارک زوکمبرګ ویلي چې په پام کې لري له فسبوک څخه د خوښولو یا لایک بټن لرې کړي او د دې پاڼې فعالین به نور نه شي کولی د مقابل لوري نشرات خوښ یا لایک کړي.
د فسبوک ادارې ویلي چې له دې کار څخه یې مقصد دادی چې هغه کسان چې یواځې د خدمت پر اساس نشرات کوي له هغو څخه جلا کړي چې د لایکونو مینوال وي.
دا سیستم به د ۲۰۱۸ کال په رارسیدلو سره تغیر شي.
د فسبوک د مشر په وینا؛ ډیری خلک یواځې له دې امله فیسبوک کاروي چې په خلکو کې خپل شهرت پیدا کړي ،او دنړۍ والو خدمتونو او اړتیاو خپراوي تمه ترې نه شي کیدلی.
د ادارې په خبره؛ هغه وګړي چې دخپلوضرورتولپاره له دې پاڼې کاراخلې نور به هم ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د فسبوک ادارې په تیر کې ویلي و چې د نه خوښولو يا ` ډېسلايك` بټن به هم اضافه كوي، خو په پر دې ټولنیزه رسنۍ باندې د خلکوترمنځ د احتمالي نفاق د ظهور په خاطر یې دا کار ونه کړ.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په پام کې لري چې د ۲۰۱۸م كال د فبروۍ د مياشتې په ۶مه نېټه د ` لايك` بټن د لرې کولو ترڅنګ په فېسبوك كې نور بدلونونه هم رامنځ ته کړي ،چې تر ډیره به د کارنده کسانو په ګټه وي.
یادې ادارې منلې ده چې فسبوک د نړۍ په مختلفو نقاطو کې خلک له مطالعې او ورځنيو کارونو ایستلي، او په وینا یې چې اوس په داسې لارو چارو غور کوي چې هغه کسانو ته چې له دې رسنۍ څخه سالمه استفاده کوي او د خپلو نشراتو د خپراوي څخه یې مقصد یواځې د خدمت کول وي، لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button