پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

دویمه برخه: اودس

kabull نشرونکی: kabull
اگست 21, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
36
ځلې شریک شوی
455
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۳۰زمري ۱۳۹۴

مولوي سید محمد عمر فاروقي

.کله چې یو مسلمان د لمانځه اداء کولو اراده وکړي، نو اول باید د خپل بدن څخه ټولې ښکاره ناپاکي لرې کړي، بیا دې د حکمي ناپاکي د لرې کولو لپاره په ښه ترتیب اودس وکړي

د اوداسه طریقه:

اول دې دواړه لاسونه تر مړوندونو پورې درې ځلې ومینځي او استنجاء دې وکړي، بیا دې قبلې ته مخامخ په لږ لوړ ځای کیني چې د اوداسه اوبه یې ښکته لاړې شي، د اوداسه نیت (اودس کوم چې پاک شم او لمونځ راته روا شي) دې وکړي، د دې څخه وروسته دې ( بسم الله الرحمن الرحیم) ووایي او پاتې اودس دې په لاندې ترتیب وکړي:

*دواړه لاسونه دې درې ځله تر مړوندونو پورې ومینځي.

*خوله دې درې ځله ومینځي او مسواک دې ووهي چې غاښونه او ورۍ یې پاکې شي، که چېرې مسواک نه وي له مسواکۍ ګوتې څخه دې کار واخلي.

*پوزه دې درې ځله ومینځي.

*ټول مخ دې درې ځله ومینځي، که ګڼه ږیره ولري هغه دې خلال کړي او آخر کې دې مسح کړي او که ډېره ګڼه نه وي د مخ د مینځلو پر وخت دې د وېښتانو بېخونو ته اوبه ورسوي.

*اول دې ښۍ او بیا دې کیڼ لاس درې ځلې سره له ځنګلو پورې ومینځي. د لاسونو ګوتې د خلال کړي او که چېرې په لاسونو کې یې ګوته، بنګړي او ګړی وي هغه دې وخو ځوي چې لاندې ځای ته یې اوبه ورسیږي.

*سر دې مسحه کړي.

*د لاسونو په مسواکي ګوتو دې د غوږونو دننه او غټو ګوتو دې د غوږونو دباندې خوا مسحه کړي.

*لاسونه دې لامده کړي او د دواړو لاسونو د پاتې دریو ګوتو به څټ دې د غاړې ښۍ او کیڼه خوا مسحه کړي.

*اول ښۍ او بیا دې کیڼه پښه درې درې وارې تر ښنګرو پورې ومینځي او د پښو د مینځلو پر وخت د پښو ګوتې هم خلال کړي.

د اوداسه فرضونه:

په اوداسه کې څلور فرضونه دي چې په لاندې ډول دي:

۱: د ټول مخ مینځل ( د تندي د وېښتانو د شنه کېدو له ځای څخه شروع کیږي د زنې تر لاندینۍ برخې «حلقوم»پورې رسیږي او د یوه غوږ د نرمۍ څخه شروع کیږي د بل غوږ تر نرمۍ پورې رسیږي.

۲: د دواړو لاسونو سره له ځنګلو پریمینځل.

۳: د سر د څلورمې برخې مسح کول.

۴: د دواړو پښو سره له ښنګرو پرېمینځل.

د اوداسه سنتونه:

په اوداسه کې دیارلس سنتونه دي چې په لاندې ترتیب بیانیږي:

۱: د اوداسه نیت کول (اودس کوم چې پاک شم او لمونځ راته روا شي)

۲: بسم الله الرحمن الرحیم ویل.

۳: د دواړو لاسونو تر مړوندونو پورې پرېمینځل

۴: د خولې پرېمینځل

۵: مسواک وهل

۶: د پوزې پرېمینځل

۷: د ګوتو په واسطه د ږیرې خلالول

۸: د ټول سر مسح کول

۹: د دواړو غوږونو مسح کول

۱۰: د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول

۱۱: د هر غړي درې درې وارې پرېمینځل

۱۲: په ترتیب سره د ټولو غړو پرېمینځل

۱۳: د اول مینځل شوي اندام د وچېدو د مخه ورپسې د بل اندام مینځل دي.

د اوداسه ماتونکي:

د اوداسه ماتونکي په لاندې ترتیب بیانیږي:

۱: د شرم د ځایونو څخه د څه شي وتل

۲: له بدن څخه د وینې یا زوې وتل او جاري کېدل

۳: په ډکه خوله قۍ کول

۴: هغه وینه چې د لاړو سره له خولې څخه راشي او په لاړو غالبه وي

۵: په ملاسته، خوب یا په ناسته خوب په داسې حال کې کوم شي ته یې تکیه کړي وي چې هغه شی ترې لري شي نو پرې به وځي

۶: بې هوشي

۷: مستي (نشه کېدل)

۸: لېونتوب

۹: په لمانځه کې په زوره خندل. ( په زوره خندلو ته قهقهه خندا ویل کیږي، یعنې په لمانځه کې چې څوک په دومره لوړ آواز وخاندي چې د صف د څنګ ملګری یې واوري قهقهه خندا ورته ویل کیږي او که چېرې په دومره اواز  وخاندي چې دی یواځې په خپله واوري او تر څنګ ولاړ ملګری یې وا نه وري نو بیا به لمونځ فاسد وي، ولې اودس نه ماتوي.

غسل:

د ټول بدن وینځلو ته غسل ویل کیږي.

د غسل فرضونه:

د غسل فرضونه درې دي چې په لاندې ترتیب سره بیانیږي:

۱: د خولې مینځل (مضمضه)

۲: د پوزې مینځل (استنشاق)

۳: د تول بدن مینځل

د غسل سنتونه:

د غسل سنتونه په دې لاندې ترتیب سره بیانیږي:

۱: تر مړوندونو پورې د دواړو لاسونو مینځل دي.

۲: استنجاء کول.

۳: له بدن څخه د ظاهري نجاست لرې کول.

۴: د غسل څخه مخکې د لمانځه د اوداسه په شان اودس کول خو که غسل یې په داسې حال کې کاوه چې هلته اوبه ډنډ درېدلې نو پښې به د غسل څخه وروسته ومینځي.

۵: په ټول بدن درې ځلې اوبه تېرول که غسل کوونکی ښځه وي، او د وېښتانو بېخو ته یې اوبه رسېدلې نو د کوڅیو خلاصولو سپړول ضروري ورباندې ضروري دي.

د غسل د فرضېدو سببونه:

د غسل د فرض کېدلو سببونه چې د غسل موجبات هم ورته وایي په لاندې ترتیب دي:

۱: په ټوپ او خوند مني وتل.

۲: جماع (کوروالي) کول.

۳: احتلام (شیطان غلطول)

۴: د حیض څخه پاکېدل. (حیض هغه عادي وینه ده چې په هره میاشت کې د روغې او بالغې ښځې له رحم څخه جاري کیږی، د حیض کمه موده درې ورځې او زیاته موده یې لس ورځې ده، کله چې یوه ښځه د حیض څخه پاکه شي نو غسل ورباندې فرض دی.

۵: د نفاس څخه پاکېدل. (نفاس هغه وینې دي چې د کوچني د پیدا کېدو وروسته د ښځې له رحم څخه جاري کیږي، د نفاس زیاته موده څلوېښت ورځې ده او کمه موده یې څه جد نه لري، کله یوه ښځه له نفاس څخه پاکه شي نو غسل وریاندې فرض دی.

د غسل ډولونه:

۱.فرض: د جنابت غسل د حیض او نفاس څخه د پاکېدلو غسل فرض دی.

۲.واجب: که کافر د جنابت په حالت کې مسلمان شي غسل ورکول او بل مسلمان مړي ته غسل ورکول په ژوندیو مسلمانانو واجب دی.

۳.سنت: د جمعې او اخترونو د لمونځونو، د احرام د تړلو او په عرفات د درېدلو لپاره غسل کول سنت دی.

۴.مستحب: هلک یا نجلۍ چې پنځلس کلنۍ ته ورسیږي. کافر چې مسلمان شي او جنب نه وي. مدینې منورې او یا مکې معظمې ته د ننوتلو لپاره غسل کول مستحب دی.

تیمم:

باکې خاورې ته دپاکوالي په نیت قصد کول دي. تیمم هغه وخت روا کیږي چې اوبه نه وي او یا شخص د اوبو د استعمال څخه عاجز وي. لکه چې سړی ناروغه وي او اودس کول ورته ضرر رسوي . یا اوبو نه اقلاً یو میل په اندازه لرې وي چې که په اوبو پسې ځي لمونځ ترې قضاء کیږي او یا د فافلې نه پاتې کیږي، یا د ځناورو یا دښمن وېره وي یا اوبه دومره یخي وی چې له استعمال څخه یې د مرګ یا کوم اندام د مصرف شي ینو له تندې څخه وېریږي نو په دغه ټولو وختونو کې هغو ته روا ده چې تیمم وکړي.

همدارنګه که د جنازې او یا اخترونو د لمونځونو د تېرېدلو وېره وي په دې حالت کې هم تیمم روا دی.

د تیمم نیت او عملي طریقه:

نیت: په تیمم کولو کې نیت کول فرض دي، د تیمم نیت به داسې کوي: (تیمم کوم چې پاک شم، ناپاکې رانه جدا شي او لمونځ را ته روا شي)

له نیت کولو وروسته به دواړه لاسونه په پاکه ځمکه او یا په هغه شي چې د ځمکې له جنسه وي ووهي، بیا به دواړه لاسونه لږ غوندې وڅنډي او ټول مخ به پرې مسح کړي، په دوهم ځل به بیا دواړه لاسونه په پاکه ځمکه ووهي او لږ غوندې به یې څنډ وهي.

په کیڼ لاس په ښي لاس او په ښي به کیڼ لاس د څنګل تر پایه پورې مسح کړي.

یادونه: د بې اودسۍ، جنابت، حیض او نفاس ټولو لپاره تیمم يو ډول دی

– See more at: https://kabull.com/Fiqa_Details.php?Sarlikana_Details=1#sthash.FxYtGyQ3.dpuf

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

مخکینې مطلب

میندې دې کوچینیانو ته شیدې ورکړي ترڅو د زړه له ناروغۍ په امان شي

بل مطلب

برتانیه سبا په ایران کې سفارت پرانیزي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com