عراق: داعشي ملیشې له خپل وروستي مرکز نه هم وایستل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۷ فرید افغان)

د عراق د کورنیو چارو وزیر ‹‹قاسم الاعرجي›› رسنیو ته ویلي چې د
د فرات په لمنو کې پروت د ‹‹راوا›› ښارګوټي په نیولو سره چې د داعش وروستۍ مورچل بلل کیده، دا ډله په ټولیزه توګه په دې هیواد کې ماته شوه.
د “JOC ” په نامه د عراق د گډې قوماندانۍ جنرال عبدالامیر یارالله په یوه اعلامیه کې ویلي چې حکومتي قواو او ملیشه واحدونو د “راوا” ټوله سیمه ازاده کړې ده او د عراق بیرغ یې پرې اوچت کړی دی.
داعش ډلې په عراق او سوریې کې د خپل خلافت ٩٥ فیصده خاوره چې په ٢٠١۴ کال کې یې تر خپل تصرف لاندې راوستلې وه، له لاسه ورکړې ده.
ښایي دې ډلې ته وروستۍ د قدم ایښودلو ځای د ‹‹بوکمال›› سرحدي سیمه وي چې د سوریې او عراق د سرحدونو ترمنځ پرته سیمه ده او اوس د دوهم ځل لپاره پکې عراقي ځواکونو سخت عملیات پیل کړي دي.

داعش ډلې څو کال دمخه په عراق او سوریه کې لوی ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل او د دواړو هیوادونو غوڅ اکثریت سیمې او وګړي د دوی تر سیطرې لاندې و ، چې په دې وروستیو کې یې په ناڅاپي ډول هرڅه له لاسه ورکړل .
ددې ډلې د پلازمینې موصل تر نیولو وروسته د داعش ډلې پیښې ټینګې نه شوې او په یو او بل پسې دسیمو د پریښودلو او د خپلو جنګیالیو د تیت پرک کیدلو، همداراز پر دې ډله باندې د مالي منابعو د وچیدلو لوی طوفان راغی، چې اوس یې په دواړو هیوادونو کې د حاکمیت سیمه ۴ سلنې ته راښکته شوې ده.
د برتانیا د یوې څیړنیزې ادارې د راپور ترمخه؛ په داسې حال کې چې دا ډله له سخت پوځي فشار سره مخ ده، د دې ډلې لسګونه جنګیالي په ورځني ډول خپل تر ټولو سختې مخالفې ډلې القاعده ته تسلیمیږي.

پر همدې مهال د تاجکستان د دفاع وزیر شیرعلي میرزا ویلي چې ځینې لوی هیوادونه او استخباراتي پروژې هڅه کوي تر څو په عراق او سوریه کې یې له ماتې وروسته د دې ډلې مشران افغانستان ته واستوي تر څو هلته ترې د خپلو ستراتیژیکو موخو د حصول او همداراز د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو د مخالفینو (طالبانو) د ځپلو په خاطر د اربکیانو د پروژې په څیر ورڅخه کار واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button