
کونړ: برف کوچونو په چپه دره کې ۱۰ تنه وژلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۷ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تیره ورځ د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ اړوند د بهادر په نامه کلي کې د واورې ښوییدنې له امله یو شمیر کورونه لاندې شوي دي چې مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.
د کونړ چارواکي وايي، په دې پېښه کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم رسنیو ته ویلي چې ښايي د دغې پېښې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په ارقامو کې بدلون راشي.
ولایتي چارواکو ژمنه کړې چې زیانمنو کسانو ته به اړینې لومړنۍ مرستې ور ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د زیاتو اورښتونو لهامله د يوې سمڅې د کېناستو پېښه کې۳ کوچي شپانه او د هغوى ١٥٠ پسونه مړه شوي وو.
د وروستیو اورښتونو له کبله په یو شمیر سیمو کې خلکو ته مالي او ځانی زیانونه اوښتي چې تر اوسه یې دقیقه شمیره نه ده څرګنده شوې



