رجب طیب اردوغان: پوتین دې له اور سره لوبې نه کوي

کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې د روسیې یوه الوتکه چې د ترکیې هوايي حریم ته پرته له اجازې څخه ننوتلې وه، او د ترکیې د ځواکونو له لورې وویشتل شوه، د ترکیې او روسیې تر منځ تاوترېخوالی پیدا کړی دی.
ویل کیږي چې د پوتین او د اردوغان ترمنځ تاوترېخوالی تر دې حده رسېدلی دی چې اردوغان د پوتین سره د مخامخ ملاقات کولو غوښتنه کړې وه، خو پوتین ترې ډډه وکړه.
همدا راز د روسیې وزارت خارجه اعلان کړی دی چې د راتلونکي کال د جنورې د اولې میاشتې څخه به د ترکیې وګړي روسیې ته پرته له وېزو څخه سفر نشي کولای.
 روسیې همدا شان تېره ورځ اعلان کړه چې د ترکیې په وارداتو کې به کمۍ راځي، او هغه سرمایه ګذاري چې د دواړو هېوادونو له لوري کیږي، متوقفه اعلان کړه.
د روسیې د جمهور رئیس د مشاورانو څخه یوه تن ویلي دي چې پوتین مخکې له هغې چې له رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړي، له ترکیې څخه غوښتي دي چې له روسیې څخه دې بښنه وغواړي.
په همدې اساس د ترکیې ولسمشر ښاغلي رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر پوتین ته د ګواښ په توګه ویلي دي چې د الوتکې د ویشتو په سر دې د اور سره لوبې نه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button