کنړ : غازي اباد کې بیس او پوستو باندې طالب وسلوالو بريدونه کړي

(کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ۷ مه، ۱۳۹۴ ل) سليم بریال
تېره ورځ ماسپښين مهال طالب وسلوالو د کنړ ولایت غازي اباد پر یوه بیس او ګڼو امنیتي پوستو بريدونه کړي، چې په نتيجه کې يي، ۲ټانګونه، ۱رینجر تخریب شوي .
دغه بريدونه چې دیادې ولسوالۍ اړوند جلاله سيمه کې طالبانو ترسره کړي ديسپکې او درنې وسلې په کې کارول شوې دي .
د خبر له مخې دغه بیس او شا و خوا امنیتي پوستې له څو وراځو راهيسې د طالبانو له لوري د محاصرې په حالت کې وې او ټولې اکمالاتي لارې يې پرې تړلي وي .
د ځاني تلفاتو په اړه تراوسه چا څه نه دي ويلي خو د مالي تلفاتو سره سره اوس هم دغه بیس او شاوخوا امنيتي پوستې له محاصرې لاندې دي او اکمالات ورته نشي رسېدلی .


