لیکوال:ابوبکرعظیمی
کفار که هرڅومره ظلمونه قتلونه او نور وحشتناک اعمال وکړی خو بیاهم ورته ترهګر نه ویل کیږی .
هغوی که بمبارونه وکړی ظلمونه وکړی دینی مدرسی او دعامو خلکو کورنه ونړوی که اسلامی ملکونه اشغال کړی که حرام او ناروا اعمال وکړی که شراب زنا او فحاشی وکړی که هرقسم فساد ایجاد کړی که مظلوم مسلمانان پخپلو کورونو کی شهیدان کړی او یایی له خپل وطن څخه وشړی همدارنګه که هرقسم جرم او له قانون څخه خلاف کار وکړی خوبیاهم ترهګرنه بلل کیږی.
وجه یی داده چه هغوی پیسی او قدرت لری هغوی په مذبذبو مسلمانانو حاکمان دی دا قوانین او ضوابط صرف دمسلمانانو لپاره دی او دترهګر ټاپه هم صرف دمسلمان لپاره ده.
اګر که مسلمانان پخپله خاوره کی له خپل دین او وطن څخه دفاع هم کوی نو ترهګر به بلل کیږی.
نه یوازی کفاربلکی دهغوی تنخاخواره چه ځانونه نمایشی مسلمانان بولی هغوی هم په داخل داسلام کی له اسلام څخه دفاع ترهګری بولی.
اوس خبره داده که الله ج دقیامت په ورځ له هریو مسلمان څخه ددی ظلمونو په مقابل کی دچوپ پاتی کیدلو او ځان نه خبرولو پوښتنه وکړی نو زمونږ ځواب به الله. ج. ته څه وی؟
















