غني: د غير مسووله وسله والو پر وړاندې دې قاطع چلند وشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۵) ولسمشر اشرف غني په فارياب ولايت کې د قومي مشرانو سره د ليدنو پر مهال وويل، چې د غير مسووله وسله والو پر وړاندې دې قاطع چلند وشي.
نوموړي پرون ماښام د دغه ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د خيراباد سيمې له يو شمير مشرانو سره ليدنه وکړه او هغوی ورته د غير مسووله وسله والو او سيمه ييزو پوليسو د ناوړه چلند په اړه شکايتونه وکړل.
يادو مشرانو له ولسمشر څخه په خيراباد سيمه کې د وروستيو پېښو د عاملينو د نيولو او هغوی ته د مجازات ورکولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر ژمنه وکړه چې د هغو خلکو پر وړاندې به جدي چلند وکړي، څوک چې خلک زوروي او په سيمه کې د خلکو سره غير اخلاقي چلند کوي.
شاوخوا يوه مياشت مخکې د دولت اباد ولسوالۍ په خيراباد سيمه کې سيمه ييزو پولسيو د ځينو خلکو کورونه وسوځول، يو شمير کورونه يې وپلټل او او پنځه تنه يې له ځان سره بنديان کړل.
ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي و، چې ځايي محلي پوليس ورسره زياتی کوي او د ځايي کورونو څخه باج هم اخلي.



