طالبان: افغانستان کې د ټرمپ ستراتيژي ناکامه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۷) د ناټو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن پرون په کندوز کې د يوې غونډې پر مهال وويل، طالبان نه شي بريالي کېدلی چې د جګړو له لارې واک ترلاسه کړي، زياتوي هغوی ته پکار دي، څو د سولې لاره غوره کړي.

نوموړي، د راروانو ټاکنو لپاره د هېواد په اتيا فيصده خاوره د حکومت واکمني مهمه وبلله او په وينا يې چې راتلونکې ټاکنې به په امن فضاد کې ترسره شي.

طالبانو د نيکولسن خبرو ته غبرګون ښودلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، افغانستان کې د نظام جوړول د افغانانو کار دی نه د اشغالګرو د نظامي قومندان، بهرنيان غواړي دغسې خبرو باندې افغانان تېر باسي او خپله اشغالګرانه څېره پټه کړي، زياتوي (افغانان اشغالګر په هيڅ څيره کې هم نشي منلی، په افغانستان کې د نظام جوړونې ډول، طریقه او پروسه د افغانانو کار دی، نه دي اشغالګرو د نظامي قومندان).

دغه راز طالبانو د ټرمپ نوې ستراتيژي ناکامه بللې، په خبره يې چې هيڅ کوم پرمختګ نه لري او نه به په راتلونکې کې کوم پرمختګ وکړي.

طالبانو يو ځل بيا له امريکا سره په جګړه کولو ټينګار کړی وايي:  (اسلامي امارت د خپل ولس په استازیتوب د لوی اشغالګر هیواد امریکا په ضد جګړه کوي اوتر بشپړې خپلواکۍ پورې به جهاد ته دوام ورکوي).

د کندز په پرونۍ غونډه کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست ويس احمد برمک وويل، چې ډېر ژر به په ټول هېواد کې د امنيت د ښه کېدو په موخه عمليات پيل شي.

د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته افغانستان کې د ګډو ځواکونو له زياتېدونکو عملياتو سره په بهرنيو او داخلي ځواکونو د طالبانو وسله وال بريدونه ډېر شوي چې ورسره د هغوی مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button