ټيفا: حکومت د ټاکنو په برخه کې افغانان مسخره کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۷) ټاکل شوې، پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د راتلونکي کال د سرطان په ۱۶ نیټه او د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاکنې په ۱۳۹۸ل کال کې ترسره شي ، خو د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ يا ټيفا، وايي حکومت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره اراده نه لري او په دې برخه کې افغانان مسخره کوي.
د دغه بنسټ مشر نعيم ايوب زاده تېره ورځ د يوې غونډې پر مهال وويل، د ټاکنو کمېسيون د قانون له مخې که د ټاکنو کمېسيون يا کوم غړی له دندې لرې شي يا استعفا ورکړي، نو پر ځای به يې په اوو ورځو کې د غوراوي کمېټې له انتخاب شوي لیست څخه يو تن غوره کېږي، هغه چې د کار په لومړيو کې ولسمشر ته وړاندې شوی و.
خو زياتوي چې: “ولسمشر د اوو ورځو په ترڅ کې نوى غړى معرفي نه کړ، بلکې د نوو څېرو د پېژندلو لپاره يې د غوراوي کمېټې د بيا فعالولو امر وکړ، دا په ښکاره ډول د هېواد د ټاکنو قانون تر پښو لاندې کول دي او موږ يې غندو”
ايوب زاده نيوکه کوي وايي، حکومت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره اراده نه لري، د ټاکنيزو اصلاحاتو لپاره تګلاره نشته او په خبره يې چې ښايي راتلونکې کال کې ټاکنې ترسره نه شي.
هغه وويل، د ګډ حکومت په راتګ سره ډیری وزارتونه، ادارې او رياستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېدل چې دغې ستونزې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته هم لاره وکړه، په خبره يې د تقلب پر بنسټ جوړ حکومت دې د خلکو حوصلې نه ازمايي او د ټاکنو برخه کې دې په ولس مسخرې نه کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون پر حکومت غږ وکړ چې د ټاکنو لپاره دې اقدامات وکړي او ټاکنې دې په خپل وخت ترسره کړي.



