ګلبدين حکمتيار ترکيې ته ولاړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۷) د حزب اسلامي مشر د افغان حکومت سره له سولې وروسته په لومړني بهرني سفر د ترکيې هېواد ته ولاړ.
تر دې مخکې نوموړي، د هېواد په داخل کې د هرات ولايت ته سفر کړی و، خو تر اوسه يې د کوم بهرني هېواد د سفر کولو په اړه راپور نه و ورکړل شوی.
د حزب اسلامي نږدې سرچينو ترکيې هېواد ته د حکمتيار د تګ سفر تاييد کړی ويلي يې دي، چې د دغه ګوند مشر نن د ترکيې هېواد ته په سفر تللی، خو د هغه د سفر په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.
په عين حال کې د حزب اسلامي يوه وياند پژواک اژانس ته ويلي، چې حکمتيار په هېواد کې دی او کوم بهرني هېواد ته يې سفر نه دی کړی.
خو په په ټولنيزو شبکو داسې انځور نشر شوی، چې حکمتيار پکې يوې الوتکې ته د پورته کېدو په حال کې ښکاري.



