د ټاکنو کمیسیون: که حکومت وغواړي پرخپل وخت ټاکنې ترسره کولی شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۱ فرید افغان)
د انتخاباتو د کمیسیون مشرانو نن په یوه ناسته کې ویلي چې د دوی د اټکل تر مخه، کولی شي پر خپل ټاکلي وخت (د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۱۶) نیټه انتخابات ترسره کړي.
د دې کمیسیون منشي له حکومت وغوښتل چې که حکومت پرخپل وخت ټاکنو ته مصمم وي باید دوی ته ټاکل شوې بودیجه وسپاري او واجدو کسانو ته د تابعیت تذکرې وویشي همداراز یې له حکومت وغوښتل تر څو د دوی د کمیشنرانو لپاره امنیتي تدابیر ونیول شي.
د کمیسیون یوه کمیشنر رفیع الله بیدار وویل چې د دوی د اټکل تر مخه په دې پروسه تر سلو میلیونو دالرو کم لګښت راځي.
د ده په خبره، ۲۸ میلیونه دالر یواځې د رایې ورکوونکو په نوملړ، مصرفیږي او ۱۰ میلونه نور به یې د رایې ورکولو د پاڼو په چاپولو او نورو برنامو کې ولګول شي.
په تیر کې د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ویلي و چې که دا پروسه د بریښنایي تذکرو په مټ ترسره شي نو شاخوا ۲۲۰ میلیونه دالر لګښت به پرې راشي
خو د دې کمیسیون چارواکو داځل ویلي چې که بریښنایي تذکرې توزیع نه شي نو په دې چاره به تر ۱۰۰ میلیون دالرو لږ پیسې مصرف شي.



