د ميانمار پوځ د مسلمانانو د مسجدونو په نړولو پيل کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۱) وروسته له هغې چې د ميانمار ځواکونو او بودايانو د دغه هېواد له اراکان ايالت څخه لکونه مسلمانان وويستل او سلګونه نور يې ووژل، اوس ويل کېږي چې د ميانمار پوځ د مسلمانانو د مسجدونو په نړولو پيل کړی دی.

ځايي اوسېدونکو ويکلي انګلش نيوز تلويزيون ته ويلي، د ميانمار ځواکونه په نومبر مياشت کې د مسلمانانو د مسجدونو په نړولو پيل کړی، چې تر دې دمه يې ۱۶ مسجدونو په مکمله توګه ويجاړ کړي دي.

عينو شاهدانو يادې سرچينې ته ويلي، له دې مخکې د ميانمار ځواکونو د مسلمانانو هغه کورونه ونړول چې دوی ترې وتلي و، په خبره يې چې اوس يې د مسجدونو په نړولو پيل کړی دی.

په ورته وخت کې د اراکان په ناپوره کلي کې د پوځ له لوري د مسلمانانو څلورو کورونو ته اور اچول شوی او هغه قيمتي توکي چې په لاس ورغلي په بازرانو کې يې پلورلي دي.

د ملګرو ملتونو د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د روان کال له اګست مياشتې راهيسې په اراکان ولايت کې ۲۶۰۰ کورونه سوځول شوي ۶ لکه کسان بنګله ديش هېواد ته کډوال شوي دي.

له تېرې ډېرې مودې راهيسې د ميانمار د پوځ او په دغه هېواد کې د بودايانو له لوري په روهنجيايي مسلمانانو سخت ظلمونه کېږي، چې زرګونه کسان پکې وژل شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

څو مياشتې وړاندې په روهجيانيي مسلمانانو د ظلمو او قتلونو لړۍ زور واخيست چې ځينې هېوادونو پرې غبرګون ښکاره کړ، خو ويل کېږي چې د پوځ له لوري له روهنجيايي مسلمانانو سره لا  هم هغه ډول چلند روان دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button