یهودیان د اسراییلي پوځیانو په ملتیا مسجد اقصی ته ننوتي

د قدس د اسلامي اړیکو ویاند په یوه بیانیه کې ویلي چې نن ورځ اسراییلي پوځیان له  ۴۹ یهودي افراطیانو سره یوځای مسجدالاقصی ته ننوتي دي.

د اناضول اژانس د خبر له مخې، په قدس کې مېشت یهودیان د اسراییلي پوځیانو په مرسته د زور په کارولو جومات ته ننوتل، عبادت کوونکو ته یې تکلیف رسولی  او له جومات څخه د وتلو پرمهال یې خپل  ځانګړي مراسم ترسره کړي دي.

روانه میاشت  کې  یهود خپل ځانګړی اختر، چې عیدحنوکا یا د روښنایي جشن  ورته ویل کیږي، لمانځي. د یهودیانو عید حنوکا ۸ ورځې وي، نن پیل شوی او د ډسمبر تر ۲۰مې پورې به روان وي. فلسطیني چارواکي وايي چې ښايي په دې ورځو کې نور یهودیان هم د زور په کارولو اقصی جومات ته ننوځي.

راپور زیاتوي، یهودي پوځ مسلمانان ګواښلي چې دلته باید له لمونځ کولو ډډه وکړي.

یهودیان عقیده لري چې د اقصا د مسجد حرم د دوی د معبد پرځای جوړ شوی او دوی غواړي چې باید دلته مسلمانان له لمونځونو او عبادتونو منع کړي.

د یادونې وړ ده چې مسجد الاقصا د مسلمانانو لمړنۍ قبله ده او یهودیان یې د ځان ملکیت ځکه بولي چې د دوی په فکر تر مسجد لاندې د بیت المقدس د بنسټګر حضرت سلیمان علیه السلام قبر موجود دی.

اسرایلو په ۱۹۶۷ کال کې بیت المقدس خپله پلازمینه اعلان کړه خو د نړیوالو مخالفتونو له کبله یې ونشو کړای چې هلته خپله پلازمینه ولیږدوي، تر دې چې تیره ورځ امریکایي ولسمشر ټرمپ رسما بیت المقدس د یهودو د پلازمینې په توګه ومنله.

د دې پریکړې پرضد په نړیواله کچه غبرګونونه راوپاریدل او لا هم روان دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button