د هېواد ولاړ حالت او روانه جګړه

تبصره

نړيوالو رسنيو د افغانستان په اړه په خپلو خپرونو کې زياته برخه روانې جګړې ته ورکړې ده. په دې رسنيو کې امريکايي او امريکا پورې تړلې نورې رسنۍ له رسنيز رسالته تبليغاتي ګټه پورته کوي. تېره ورځ (وال سټريټ ژورنال) په افغانستان کې د امريکايي قوماندان، جان نیکولسن، په حواله په خپله مقاله کې ليکلي چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت پر خپل حال ولاړ دى، دا یې هم ليکلي چې د افغانستان په ختيځ ولايت، ننګرهار، کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.

له هغه وخته چې امريکايي پوځونو پر افغانستان يرغل کړى، په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو په مقابل کې د افغانانو مقاومت پیل شوی دى. خو په ٢٠١٤ز کال کې بيا امريکا په يو بل تکتيک سره خپل يرغل ته نوى رنګ ورکړ. په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو د جنګي ماموريت له پاى ته رسېدو سره  یې نوې جګړه ماره ډله را داخله کړه چې د هېواد په ختيځ ننګرهار کې یې يو څه برخه ناارامه کړې ده.

امريکا په اصل کې په افغانستان کې هغه عوامل نور هم پسې زياتوي په کومو چې جګړه روانه ده. که موجوده عوامل پای ته ورسېږي او نور د جګړې دوام کار نه ورکوي، امکان لري په نوي رنګ نور عوامل پسې پيدا کړي چې دا ډول کړنې د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ يوه برخه ده.

امريکايي ځواکونه په افغانستان کې د افغان پوځونو د روزنې په نامه پاتې شوي دي او نړيوالو ته ښوول کېږي چې په افغانستان کې بهرني پوځونه يواځې د افغان پوځونو په روزنه کې برخه اخلي. خو په حقيقت کې، په افغانستان کې چې په تېرو کلونو کې څومره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده، هغه د بهرنيو پوځونو په عملياتو او بمباريو کې ورته اوښتې ده.

په افغانستان کې له هغه وخته امنيتي وضعيت خراب شوی دى له کوم وخته چې بهرنیو یرغلګرو د افغانستان پر خاوره قدم ايښى دى. په موجوده حالت کې د هېواد د نورو سيمو تر څنګ په شمال او ختيځ کې سختې جګړې روانې دي. همدا اوس هم د ننګرهار په خوږياڼو کې جګړه روانه ده او ولسي وګړي په داسې حال کې له خپلو کورونو کډې کوي چې د ژمي په سخته يخنۍ کې نه سرپناه لري او نه څوک مرسته ورسره کوي.

که جنرال نيکولسن هر څو ووايي چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت ولاړ دى، خو ولاړ نه شي پاتې کېداى. دا امنيتي حالت به تر هغې خراب او جګړې به روانې وي تر څو چې له افغانستانه  د امريکا په مشرۍ راغلي ټول بهرني پوځونه وتلي نه وي.

امريکايي جنګي قوماندانانو څلور کاله دمخه په عراق کې همدا ډول وينا کړې وه  چې وروسته د موصل او رمادي ښارونه عراقي ځواکونو له لاسه ورکړل. همدغه حالت په افغانستان کې هم راتلونکی دی. جنرال نیکولسن به د افغانستان امنيت پر ځای او ولاړ ترسيموي، خو جګړه به د تېرو کلونو په څېر روانه او دعراق په څېر به درېیمه برخه خاوره د حکومت له لاسه ووځي.

که امريکايي او افغان ځواکونه هر څو ولسي وګړي ووژني او يا یې ژوبل کړي، په مرګونو او ژوبلولو حکومت او امنيت نه شي ساتل کېداى، او نه په داسې حکومتولۍ حکومت او امنيت ساتل کېږي چې له ماموره تر وزيره دې ټول په اداري فساد کې ککړ وي.

په موجوده حکومت کې چې دا حالت وي او د جنرال نيکولسن پوځونه په افغانستان کې پاتې وي، امنيت او وضعيت په ولاړ حالت نه شي پاتې کېداى، روانې جګړې به نور هم امنيتي وضعيت پسې خرابوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button