د امریکا پوځ په ننګرهار کې د وژل شوي عسکر معلومات خپاره کړل

د امریکا دفاع وزارت د هغه امریکايي عسکر په اړه معلومات خپاره کړل چې روانه اوونۍ په ننګرهار کې وژل شوی و.
پنټاګان په یوه اعلامیه کې ویلي چې ۲۴ کلن David Thomas Brabande د تیرې دوشنبې په ورځ په ننګرهار کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ووژل شو. د امریکا پوځ وايي چې په یاده پېښه کې دوه نور امریکايي عسکر ټپیان شوي دي او نورو سپرو ۶ عسکرو ته هم زیان اوښتی دی.

پنټاګان د پیښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي. د امریکا غږ اشنا راډيو په یوه خبر کې ویلي چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ، مازدیګر ناوخته، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې شوې ده. د محلي پولیسو قوماندان امریکا غږ ته ویلي، د بهرنیانو موټر عملیاتو ته پر لاره و چې له غره څخه راښویېدلې دی او چپه شوی دی.
روان ۲۰۱۷ز کال کې دا ۱۴ م امریکایی عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.



