ملي امنیت د افغان ترک په ښوونځي چاپه وهلې۴ استادانې یې له ځان سره وړې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۲ فرید افغان)

راپورونه وایي چې تیره ورځ ماښام مهال د ملي امنیت ادارې د افغان ترک په ښوونځي چاپه وهلې او د هغه ښوونځي څلور ښوونکې یې له ځانه سره وړې دي.
طلوع نیوز ته د ښوونځي زدکونکو نجونو په ویرجنه لهجه ویلي چې ماښام مهال د نجونو خوب خونې ته د امنیت ځواکونه ورغل اودوی یې سخت وویرول.
زدکونکې په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهیږي خبریال ته وایي چې دا کار یو تجاوز بولي جې د نجونو په خوب خونو دې د ملي امنیت له خوا چاپه ووهل شي
د افغان ترک د ټولنې غړي یوسف پښتون ویلي ‹‹نن سهار ملي امنیت ۴ تنه ښوونکې چې ۳ یې د ترکیې هیواد او یوه یې افغانه وه د افغان ترک ښوونځي ته په لاره وې د شاه دوشمشیره په سیمه کې له موټر ښکته کړې››د نوموړي په خبره، موږ فکر کاو چې ښایي د حکومت دښمنانو دا کار کړی وي، خو څو ساعته وروسته معلومه شوه چې دا کار د ملي امنیت ادارې ترسره کړی دی.
د دې ټولنې یوه بل غړي صدیق الله توحیدی، وویل، د محکمې له حکم پرته دوی د کوم مشر په امر د نجونو د خوب خونې ته داخلیږي، او داسې غیرقانوني کړنه ترسره کوي؟ نوموړی دا کړنه لوی وحشت او غیر قانوني کار بولي.

د ملي امنیت ادارې تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د افغان ترک ۱۲ ښوونځي شتون لري چې پکې تر ۸ زره ډیر زدکړیالان په زدکړو بوخت دي.

د یادونې وړ ده چې د افغان ترک ښوونځي د ترکې په مخالف غړي فتح الله ګولن پورې تړاو لري، نوموړی تیر کال د ترکیې پر حکومت د ناکامې کودتا په ترتیبولو تورن شوی و.
د ترکیې حکومت له ټولو هغو هیوادونو چې د نوموړي ښونځي پکې فعال دي غوښتي تر څو داښوونځي وتړي.
شنونکي وایي چې ښایي دا کار د ولسمشر غني په امر ترسره شوی وي تر څو د ترکي ولسمشر ملاتړ خپل کړي.
غني تیره ورځ د اسلامي هیوادونو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته لاړ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button