ولسمشر غني د اسلامي همکاريو سازمان غونډه کې ګډون کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۲) افغانس ولسمشر اشرف غني د اسلامي همکاريو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره ترکيې هېواد ته رسېدلې دی.
د ولسمشر د دفتر سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي وايي، ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به نن چهارشنبه دغې غونډې ته وینا وکړي.
غونډه د ترکيې په استانبول ښار کې جوړه شوې، په دغه سازمان کې له ديرشو د زياتو اسلامي هېوادونو مشران ګډون لري.
په غونډه کې د امريکا له لوري بيت المقدس د پلازمينې په توګه پېژندلو په اړه او د اسلامي نړۍ په يو شمير نورو مسايلو هم بحث کېږي.
په دې وروستيو کې د افغان- ترک ليسو د نه تړلو له کبله د دواړو هېوادونو اړيکې يو څه سړې شوې وې، خو ويل کېږي چې ولسمشر غني به په ترکيه کې د هغه هېواد له ولسمشر اردوګان سره هم ملاقات وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د کابل په تايمني سيمه کې د افغان- ترک ليسې درې ترکۍ او يوه افغانه معلمه لادرکه شوې، خو د ملي امنيت ادارې له لوري په افغان- ترک ليسې له چاپې اچولو وروسته څرګنده شوه چې نوموړې معلمانې هم د ملي امنيت ادارې له ځان سره وړي دي.
تر اوسه د هغوی د نيولو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د شنونکو په باور ښايي دغه کار د ولسمشر په مستقيم امر ترسره شوی وی، څو ترکيې هېواد ته ثابته کړي چې د افغان- ترک ليسو په موضوع کار روان دی.
ترکيې له دې وړاندې له ټولو هغو هېوادونو چې افغان- ترک ليسې پکې فعاليت کوي غوښتنه کړې وه، چې د دغو ليسو اداري چارې يې په مستقيم ډول د ترکيې هېواد ته وسپاري، دوی وايي دغه ادارې د ترکيې خلاف ګوند مشر فتح الله ګولن له لوري اداره کېږي.



