روزگان: دولتي چارواکي پر طالبانو وسلې پلوري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۲) د روزگان د ولایتي شورا غړي وايي، په دغه ولایت کې ځینې امنیتي چارواکي پر طالبانو وسلې او مرمۍ پلوري او په ډېره کمه بیه دولتي مهمات طالبانو ته ورکوي.
د روزگان د ولایتي شورا رییس امیر محمد بارکزی وايي، ځینې پولیس پر وسلهوالو طالبانو وسلې او مرمۍ پلوري.
د بارکزي په خبره، په رزوگان کې د کمزوري امنیتي مدیریت له امله اوس پر طالبانو ډېره وسله پلورل کېږي؛ خو حکومت د دغه کار د مخنیوي په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.
دی وايي، پر طالبانو باندې د وسلو او مهماتو پلورل روان دي او په ځینو برخو کې ځینې پوستې هم پر طالبانو پلورل شوي دي.
د روزگان د ولایتي شورا د رییس په خبره، په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ناوړه حالت ته رسېدلی او طالبانو د روزگان ټولې لویې لارې تړلي دي.
د روزگان د څلورمې لوا قومندان رحمتشاه قیمتي له دې وړاندې ویلي وو، چې د پولیسو په لیکو کې ځینې نااهله کسان ځای پر ځای شوي او مهمې پوستې یې پر طالبانو پلورلي دي.
د روزگان د والي مرستیال عبدالواحد پټان په امنیتي لیکو کې د طالبانو د نفوذي کسانو شتون تاییدوي.
دی وايي، په امنیتي لیکو کې ځینې قومي مخور دي، چې لرې کول یې اسانه کار نهدی.
له دې وړاندې هم په روزگان کې د امنیتي پوستې د خرڅلاو خبر ورکړل شوی و؛ خو دا لومړی ځل دی چې امنیتي چارواکي پر وسلهوالو طالبانو وسلې پلوري.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د سلگونه هغه بریدونو مسوولیت یې منلی دی، چې د اردو، پولیسو او اربکیانو خپل ملگري وژلي او پړه یې طالبانو پر غاړه اخیستې ده.
طالبان دغه ډول بریدونه د خپلو نفوذي ملگرو کار گڼي او ادعا کوي چې په امنیتي لیکو کې یې لسگونه نفوذي کسان ځای پرځای کړي دي.
څو میاشتې وړاندې د روزگان د سقوط اوازې خپرې شوې وې او طالبانو د دغه ولایت ډېرې سیمې پهخپله ولکه کې راوستې وې.



