کابل: د بریښنا جوړولو لویې دستګاه په کار پیل وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغوم ی ۳ فرید افغان)
د بریښنا شرکت ویلي چې د کابل د تره خیلو په سیمه کې یې د بریښنا د برچاوي په موخه یو لوی مرکز فعال کړی چې د کابل ښاریانو ستونزې به په یومخیزه توګه ورسره حل شي
دا مرکز د امریکا متحده ایالاتو په مالي مرسته رغول شوی او ټولټال ۳۴۰ میلیونه مصرف ورباندې راغلی دی، چې کولی شي په ورځنۍ توګه تر ۲۵۰ میګاواټه ډیره بریښنا تولید کړي.
مسؤلینو ویلي چې دا دستګاه په ۶ ساعتونو کې ۶۰ زره لیتره تیل مصرفوي او د کابل د ټکنۍ بریښنا ټولې ستونزې ورسره حل کیدی شي.
د بریښنا شرکت وایي چې دا دستګاه د نړۍ له معیاري هغو څخه شمیرل کیږي او ټولې برخې یې په یوه معیاري کمپیوتري سیستم سره اداره کیږي.
د دې مرکز مشر صمیم احمد وویل چې؛ کومه ټکنالوژي په دې بریښناکوټ کې کارول شوې له نورو سره ځکه فرق لري چې دا د یوه پیاوړي سیستم په وسیله سره اداره کیږي.
دا بریښنا به په مستقیمه توګه د کابل د بریښنا شبکې ته او له هغه ځایه د کابل ټولو سیمو ته برق ورکوي او قیمت یې هم د هر کیلو واټ پر سر ۴۰ افغانۍ ټاکل شوی.
د بریښنا شرکت له مالیې وزارت غوشتي ترڅو د دې ماشین ۱۲ ساعتیزې بریښنا ورکولو ته د چمتو کولو په موخه ورسره ۲۰ میلیونه دالر نوره مرسته وکړي
دا دستګاه د اوس لپاره د مازدیګر له ۵ د شپې تر ۲ بجو پورې د کابل د برق شبکې ته بریښنا ورکوي.



