غور: نامعلومو کسانو د غور محلي رادیو په اور سوځولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ جدي ۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د غور د ‹‹سرحد رادیو ›› په نامه سیمیز رادیویي چینل تیره د نامعلومو وسلوالو له خوا له منځه تللی دی.
د رادیو مسؤل معروف سعیدي رسنیو ته ویلی؛ چې لا هم معلومه نه ده چې د رادیو پر استیشن د نارنجک برید شوی او که په لوی لاس یې وسایلو ته اور ورکړل شوی دی.
نوموړي ویلي چې د رادیو وسایل او امکانات په ټولیز ډول له منځه تللي او نشرات یې هم دریدلي دي
د رادیو د مسؤل په خبره؛ د رادیو مسؤلین په تیر کې ګواښل شوي و چې باید خپل نشرات سم کړي .
د غور ولایت دپولیسو ویاند اقبال نظامي د رادیو سوځیدل تائیدوي او زیاتوي چې ښایی د رادیو په خونه کې د ګاز ډبه چاودیدلې وي.
پولیسو ویلي چې له څیړنو وروسته به څرګنده شي چې رادیو څنګه او ولې سوځول شوې.
د غور د سرحد رادیو په ۱۳۹۲ کې په خپرونو پیل کړی او نشرات یې یواځې تر غور پورې محدودي دي او په نورو ولایاتو کې نشراتي پوښښ نه لري.
د یادونې وړ ده چې؛ په دې وروستیو کې په رسنیو نیوکې زیاتې شوې، د ښکیلو اړخونو په یو اړخیز ډول راپورونه ورکول، قومي او ژبني تعصب ته لمن وهل او د دیني اساساتو سپکاوی هغه څه دي چې ولسونه یې د رسنیو پر وړاندې پارولي دي.



