د جمعیت ډلې ویش: اسماعیل خان له عطانور او صالح له عبدالله سره ودریدل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۳ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې د بلخ پرزول شوي والي د ارګ او اجرایه رئیس پرضد توندې څرګندونې وکړې عبدالله یې د لستوڼي مار وباله اوګواښ یې وکړ چې نوموړی د جمعیت کاندید دی او که له بلخ څخه لرې کړل شو نو جمعیت به خپل کاندید بې صلاحیته کړي.
همداراز یې زیاته کړه چې نوموړی دغني په خوښه نه دی ټاکل شوی نو د لرې کولو صلاحیت یې هم نه لري.
نن د جمعیت یو شمیر مطرحو څیرو په بیلابیلو غبرګونونو کې خپل دریځ اعلان کړی چې ترې څرګندیږي دا ګوند په توله معنا دوه ټوټې شوی دی.
د هرات ولایت پخوانی والي اوجهادي رهبر اسماعیل خان په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې؛ عبدالله دجمعیت ګوند دغوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلی او نوموړی له عطانور څخه خپل ملاتړ اعلانوي.
نوموړي د ولسمشر غنی وروستۍ پریکړه ناسمه بللې او سپارښتنه یې کړې چې باید عطانور خپلې دندې ته دوام ورکړي.
تر دې څو شیبې وروسته د امرالله صالح په رهبری د روندسبز ګوند د اسماعیل خان په خلاف د اجرایه رئیس ملاتړ کړی او به یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د اصلاحاتو او همګرایي ټیم په ټول هیواد کې د خلکو ملاتړ له ځان سره لري او دې ټیم وکولی شول ترڅو له خپل مخالف کاندید سره د واک په تقسیم کې هیواد له کورنیو جګړو وژغوري.
نوموړي د داکتر عبدالله ننګه کړې او د یووالي سنبول یې بللی دی ‹‹داچې څوک له دې ټیم څخه وځي په دې معنا نه ده چې اجرایه رئیس بې ارزښته شو››
صالح، نور ته په اشارې سره ویلي؛ دجمعیت ګوند هغه اشخاص غندي او تقبیحوي چې ځان ته په حکومتي واکمنۍ کې شخصي منافع لټوي.
همداراز د مارشال فهیم ځوی ادیب فهیم هم د عطانور د تیرې ورځې خبرې غندلې اود عبدالله بد نامي یې د ټول جمعیت ګوند د بدنامي بللې ده.
پر همدې مهال د اجرایه ریس ویاند رحیمي ویلي چې ‹ځینې کسان اوس هم د دولت په امکاناتو دولت ته ګواښونه کوي چې دا کسان د دیموکراسي بوی هم له ځان سره نه لري›
نوموړي وویل؛ عطانور ورڅخه غوښتي و، تر څو په اجرایه ریاست کې یې کسان وګمارل شي خو دوی نه دي منلي او د بهرنیو چارو وزیر له دې کبله چې سرپرست و، د منلو سر ورته ښورولی دی.
بلخوا تاکل شوې ده چې داکتر عبدالله د بلخ د والي د پرونیو خبرو په غبرګون کې خپل دریځ ښکاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار وختي د جمعیت ګوند رئیس صلاح الدین رباني د یو پلاوي په مشرۍ بلخ ته رسیدلی دی.
عطانور ویلي چې د خپل رهبر( صلاح الدین رباني) هر امر منلو ته تیار دی او که نوموړي ترې د استعفا غوښتنه هم وکړه حاضر دی چې دنده پریږدي.
دا چې وروسته به کوم تحولات مخته راشي وخت به پریکړه کوي



