له عطانور وروسته حکومت بسم الله خان او تاج محمد جاهد ته هم د فساد دوسيې جوړې کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۵ فرید افغان)

ویساورځپاڼې د خپلو سرچینو په استناد خبر ورکړی چې دملي یووالي حکومت د دفاع پخواني وزیر بسم الله خان محمدي او د کورنیو چارو پخواني وزیر تاج محمد جاهد ته د فساد دوسیې جوړې کړې دي.
ورځپاڼه وایي چې باوري سرچینو یې ورته ویلي چې د دې دوسیې مخپاڼه هغه مهال راڅرګنده شوه کله چې بسم الله خان د داکتر عبدالله په کور کې د عطانور ننګه وکړه او هغه یې په حقه وباله.
سرچینې ویلي چې غونډه داکتر عبدالله د دې په خاطر وربللې وه تر څو هغه جمعیتیان چې د عطانور په څنګ کې د عبدالله پرضد ولاړ دي، بیل او وپیژني.
عبدالله بسم الله خان ته ویلي چې، ته باید د عطانور د ملاتړ پر ځای د خپل فساد د دوسیو غم وخورې.
پر جاهد او محمدي تور و چې د ندو پرمهال یې پراخې مالي درغلۍ کړې دي.
د یادونې وړ ده چې جمعیت ګوند له پخوا ویشل شوی و خو تیره ورځ د رسنیو په مخکې یې داسې دوه زاویې تشکیل کړې چې د صالح، ادیب فهیم او عبدالله ډله یو پلو او د اسماعیل خان، رباني او عطانور ډله بلې خواته پاتې شوې.
د بسم الله خان او جاهد د دوسیو خبر داسې مهال رسنیزه کیږي چې د ‹‹خبرنامه افغانستان›› په نامه یوې نشریې ویلي چې؛ د عبد الله او عطانور تر منځ کړکیچ هغه مهال زیات شو کله چې په حیرتان بندر کې عطانور د عبدالله د شریک او د ولسي جرګې د وکیل حاجي میرزا رحمان د هغو اکمالاتو مخه ونیوله چې په افغانستان کې میشتو ناټو ځواکونو ته یې لیږدول.
عبدالله د عطا پر ضد دوسیه جوړه کړه او د امریکا او اروپایي هیوادونو سفارتونو ته یې د ملاتړ په موخه واستوله هغوی دوسیه لاسلیک کړې او تر هغه وروسته د یو ګواښونکي لیک په څیر بلخ ته لیږل شوې ده.
خبرنامه زیاتوي؛ عبدالله ځکه دا کار ترسره کړی چې د ناټو ځواکونو ته د تیلو او روغنیاتو قراداد یې له لاسه ونه وځي او د جنرال داوود ټاکل بلخ ته هم په همدې موخه ترسره شوي ترڅو یې له یوې خوا د اکمالاتو په رسولو کې کوم مانع شتون ونه لري او له بل پلوه دحیرتان بندر څخه ترلاسه کیدونکې پیسې ځانته ووهي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button