
هوډمنې کرښې
راټولونکی: صفي الله “رائد”
پرلپسې دریمه برخه
ـ د ښه ملګري ځانګړتياوي:
۱. ښه ملګری د ښې او بدي ورځي يار وي.
۲. ښه ملګری ښه استاد، ښه مشاور او لارښود و.
۳. ښه ملګری د ملګرتيا اصولو ته ژمن وي.
۴. ښه ملګری هغه چې ښوو کارونو ته دې هڅوي.
۵. ښه ملګری ملګرو ته د حقارت، توهين او تمسخر په سترګه نه ګوري او نه ئې هڅه کوي.
۶ ښه انډيوال د ملګرو عزت او ابرو د ځان عزت او ابرو بولي.
۷. ښه ملګری د رازونو ساتونکی وي.
۸ د ښه ملګری ملګرتيا له اسرې اومطلبه څخه خلاصه وي.
۹. ښه ملګری له ملګري څخه د هغه تر وس لوړي غوښتني او خواهشات نه کوي.
۱۰. ښه ملګری، خپل ملګری له روزمره ازمويلو سره نه مخ کوي.
۱۱: ښه ملګری په ملګرتيا کې مادياتو، موقف، قوميت او دې ته ورته نورو خواوو ته ارزښت نه ورکوي.
۱۳. ښه ملګری په ملګرتيا کې ځان پر نورو غوره او بهتره نه ګڼي.
۱۴ ښه ملګری احسان هېرونکی نه وي او نه هم ملګرو ته د خپلو ښوو پېغور ورکوي.
۱۵. ښه ملګری خپل ملګري په نرمۍ سره تېروتنو ته متوجه کوي.
۱۶. ښه ملګری عقديي او خودخواه نه وي.
۱۷: د ښه ملګري ملګرتيا پر باور، اخلاص، رښتينولۍ او ورورولۍ ولاړه وي.
۱۸: ښه ملګری د ملګري اوږه او تکيه وي
۱۹-ښه ملګری مو هېڅکله په سختو حالاتو کې یوازې نه پرېږدي.
۲۰- ښه ملګری مو راز ساتي، هغوی هېچا ته هغه محرمانه خبرې چې تاسو ورته کړې نورو ته نه کوي.
۲۱- ښه ملګری مو وخت پېژندونکي، صادقه او امین وي.
۲۲- ښه ملګری مو په خوښیو خوښ او په خپګان مو خپه وي.
۲۳- ښه ملګری مو پدې پوهيږي چې څه وخت خبرې او څه وخت سکوت وکړي.
۲۴ ښه ملګری مو درسره خاندي او ژاړي خو ددې ټولو په اړه نورو ته هېڅ وايي.
۲۵- ښه ملګری مو ستاسو په اړه نورو ته او د نورو په اړه تاسو ته خبرې نه کوي.
۲۶- ښه ملګری مو د خوښیو په ځینو جشنونو کې پرته له کوم فشار او ټینګاره ګډون کوي.
۲۷- ښه ملګری مو هېڅکله د نورو په وړاندې نه تحقروي بلکې د نورو پر واړندې مو ستاینه کوي.
۲۸- ښه ملګري مو څه چې د ځان لپاره خوښوي ستا لپاره یې هم خوښوي.
۲۹- ښه ملګری ښه اورېدونکی وي؛ لومړی ستا خبرې په غور اوري، وروسته خپلې خبرې کوي.
۳۰- ښه ملګری مو خپلې خوښۍ درسره وېشي، غمونه او ستونزو مو درسره نیمايي کوي.
۳۱ ـ ښه ملګری مو پر تېروتنو او بدیو سترګې پټوي له ښېګڼو او نیکیو مو مننه کوي.
۳۲- ښه ملګری مو هغه کارونه نه کوي چې ستاسو دوښمان یې هیله لري.
۳۳- د ښه ملګري مو د زړه او خولې خبره یوه وي.



