امریکا: یوه ځوان د کورنۍ ټول غړي وژلي دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۱۲ فرید افغان)

امریکایي رسنۍ خبر ورکوي چې د نیوجرسي په آیالت کې یوه ځوان د نوي کال پر ورځ دکورنۍ ټول غړي وژلي.
د ان بي سي نیوز د راپور ترمخه؛ داځوان چې ۱۶ کال عمر لري خپل پلار، مور، خور اوخپل زوم وژلي او خپل ورور او میرمن یې ټپیان کړي دي.

پولیسو ویلي چې قاتل یې نیولی او ترې تحقیقات روان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په امریکا کې دا ډول پیښې رامنځته کیږي، تر وړاندې هم ورته پیښې په ځلونو رامنځته شوې دي.
یوې څیړنې ښودلې چې؛ په امریکا کې هر دریم سړی رواني ناروغي لري چې وخت ناوخت ترې داسې پیښې صادریږي.
په امریکا کې د هغو عسکرو غوڅ اکثریت هم په رواني ناروغیو اخته دي چې د افغانستان او عراق له جګړو بیرته خپل هیواد ته ور ګرځیدلي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button