فراه: د پشترود امنیه قومندان ووژل شو

راپورونه وایي چې نن مازدیګر نا وخته د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د امنیې قوماندان د طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
د فراه امنیتي چارواکي وایي چې نوموړی ولسوالۍ ته پر لاره و چې د طالبانو له نیول شوي کمین سره مخ شو.
د چارواکو په خبره؛ په پیښه کې قوماندان او یو ملګری یې وژل شوي او دوه ساتونکي یې سخت ټپیان دي
طالبانو د دې پېښې اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې پرنوموړي څو اونۍ وړاندې هم برید شوی و چې ترې روغ وتلی و.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې مهمې پوستې د نیولو سربیره یوشمیر امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه.



