چارواکي: ايراني ځواکونو نيمروز کې پوځي عمليات نه دي کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۲) وړمه ورځ د ايران خبري رسنيو راپور ورکړ، چې د دې هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلګۍ د افغانستان په نيمروز ولايت کې د يو تښتول شوي ايراني وګړي د خلاصون په موخه پوځي عمليات ترسره کړي دي.
د يکشنبې په ورځ د ايران د تسنيم خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو له قوله ويلي و، د نيمروز ولايت څخه د ايراني ځواکونو په عملياتو کې د حاجي ملک په نوم يو ايرانی انجينير د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او پنځه تنه اسنان تښتوونکي يې هم له ځان سره ايران ته وړي دي چې څېړنې ترې روانې دي.
محمد ماراني ویلي، چې دا ایرانی انجینر ۱۶ ورځې وړاندې د ایران د هامون او زابل ولایتونو د لارې په اوږدو کې سړي تښوونکو تښتولی وو.
تر اوسه دا نه دي ويل شوي، چې دغه ايرانی انجينير د افغانستان خاورې ته په څه هدف راغلی و، خو د تسنيم اژانس د خبر له مخې نوموړي انجينير د سپاه پاسداران ځواکونو سره د قراردادي په توګه کار کاوه.
له بله پلوه د نيمرو والي محمد سميع تسل په افغان خاوره کې د ايراني ځواکونو عمليات رد کړي او د قدس ډلې د قوماندان محمد ماراني دغه ادعا يې بې اساسه بللې ده.
تسل زياتوي: (زمونږ امنيتي او سرحدي ځواکونه دومره کمزوري نه دي چې د بل هېواد ځواکونه افغان خاوره کې عمليات وکړي او دوی يې ځواب ونه وايي، بلکې په وينا يې غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي).
افغانستان د نیمروز ولایت په اوږدو کې د ایران سره ۲۳۶ کیلو متره ګډه پوله لري.
دا لومړی ځل دی، چې په افغان خاوره کې د ايراني ځواکونو د پوځي عملياتو راپورونه ورکول کېږي.
ايران په افغانستان کې په سياسي او فرهنګي لاس وهنو تورن دی او دا ځل يې پرته له افغان حکومت سره د کومې اړيکې، د افغانستان د خاورې دننه په نیمروز ولايت کې پوځي عمليات ترسره کړي دي.
تر دې مخکې د پاکستان پوځ د افغانستان په سرحدي پوله کې ځينې خپلسري عمليات او توغنديز بريدونه کړي دي.
دغه راز د ترکمنستان او افغانستان تر منځ په سرحدي پوله وخت ناوخت د هغه هېواد ځواکونه هم خپلسري عمليات کوي، چې تر دې دمه افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.



