امريکا: په تېر يو کال کې د ډله ييزو وژنو ۳۴۰ بريدونه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۲) د امريکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال په  امریکا کې د انفرادي او ډله ييزو بريدونو کچه تر نورو  کلونو لوړه وه.

راپور زياتوي، د تېر کال په موده کې د امریکا په بېلابېلو ايالتونو کې د بريدونو په ترڅ کې ۱۵ زره کسان وژل شوي دي.

په راپور کې د څو بريدونو يادونه شوې، چې تر ټولو ډېر کسان په کې وژل شوي دي.

دوی وايي، تر ټولو خونړی بريد په اکتوبر مياشت کې د لاس ويګاس ايالت په يوه هوټل کې دکنسرت پر مهال وشو چې نږدې پنځوس کسان پکې ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.

دوهم ستر بريد د نومبر په شپږمه نېټه د ټيکساس ايالت په يوه کليسا کې ترسره شو، چې له کبله يې ۲۶ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

دغه راز د تېر کال په جولای مياشت کې د ارکنساس ايالت په ليټل راک سيمه کې د موسيقۍ په يوه کنسرت په وسله وال بريد کې شل تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

په راپور کې د ورته ډول هغو بريدونو يادونه هم شوې چې له پنځو زيات او له لسو کم کسان پکې وژل شوي او يا ټپيان شوي دي.

د امریکا د وسله والو بريدونو د احصايې اداره وايي، هغه ډله ييزه وژنه بلل کېږي چې له څلورو زيات بريدونه پکې شوي او زياتوي چې په امريکا کې دغه ډول ۳۴۰ پېښې شوي، چې د بريد کوونکي نه بغير پکې څلور او يا له هغې زيات کسان وژل شوي وي، چې د ټولو وژل شويو شمېره نږدې پنځلس زره کسانو ته رسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button