ننګرهار: په بمبارۍ کې لسګونه ملکيانو او داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۱) د ننګرهار ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ په ګورګورۍ، شينکۍ، انګوره او پچير اګام مربوط د پنګزيو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او عملياتو کې لسګونه ملکيانو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د رسنيو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په يادو سيمو کې بهرنيو او افغان ځواکونو ګډ عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې تر ۶۰ پورې داعش وسله وال وژل شوي او اتلس تنه نور ټپيان دي.

تر اوسه داعش وسله والو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

يوې ځايي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل: په دغو هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو کې له لسو زيات عام ولسي خلک وژل شوي او نږدې شل تنه نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، په ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

دغه راز د پچير اګام ولسوالۍ اړوند د پنګزيو په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه تنه ملکيان عبدالله، نظيرشاه، نواب، غريب او خيالو وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

د ننګرهار چارواکو په دغو عملياتو کې پنځلس ملیکيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره تاييد کړې ده.

د دغې ولايت د رسنيو دفتر له لوري ويل شوي، په وژل شويو کې يو ملکي کس او د درې مېرمنو او دوه ماشومانو په ګډون څوارلس ولسي وګړي نور ټپيان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button