ايران: امريکا، سعودي او برتانيه په روانو لاريونونو کې لاس لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۲) د ايران د ملي امنيت شورا منشي علي شمخاني، امريکا، برتانيا او سعودي عربستان په دغه هېواد کې په روانو لاریونونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.
نوموړي وويل، په ايران کې د روانو لاريونونو لارښوونه له بهر او په ځانګړي ډول د امريکا د ملګرو هېوادونو څخه کېږي.
علي شمخاني په ښکاره ډول سعودي عربستان په دغو مظاهرو کې په لاس لرلو تورن کړی او ګواښ يې وکړ، چې سعودي ته به سخت ځواب ورکړي.
هغه زياته کړه: “د ايران دښمنان هڅه کوي چې د يو منظم پلان له مخې دغه هېواد له داخل څخه دړې وړې کړي په خبره يې چې په څو ورځو کې به دا مظاهرې پای ته ورسېږي او په دې تړاو کومه اندېښنه نشته”.
له تېرو پنځو ورځو راهيسې په ايران کې د اقتصادي حالت او نرخونو د لوړوالي په اعتراض کې لاريونونه پيل شول، خو اوس مهال يې سياسي بڼه غوره کړي او مظاهرې په تاوتريخوالي بدلې شوي، چې تر دې دمه پکې ديارلس تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې، په دغو مظاهرو کې له درې نيم سوه زيات لاريونوال نيول شوي هم دي.



