کابل: د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۲) څو شېبې وړاندې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې غږ واورېدل شو.

د خامه پريس د راپور سره سم په چاودنه کې تلفات اوښتي، خو د دقيقو شمېرو په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.

د کابل يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل: چاودنه د پنځمې ناحيې اړوند د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوليسو په يو رينجر موټر ترسره شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت رسنيو ته ويلي، چاودنه د يادې ولسوالۍ په باغ داوود سيمه کې شوې، په ترڅ کې يې درې پوليس ټپيان شوي دي.

وخت ناوخت طالبان د خپلو چيريکانو په واسطه په کابل او شاوخوا سيمو کې د دولت په نظامي چارواکو او دولتي پوليسو، عسکرو دغه ډول چاودنې او بريدونه کوي، خو تر دې دمه يې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button