ترکي ورځپاڼه:حکمتیار د مرستو جلبولو په موخه سعودي ته ځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۲ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې حکمتیار د ترکیې ناکام سفر نیمګړی پاتې شو او دهغه هیواد دولسمشر د لیدو او د سعودي د ویزې له اخیستلو نا امیده بیرته هیواد ته ستون شو، تازه یوې ترکۍ ورځپاڼې د حکمتیار د دې سفر له راز او راتلونکو پلانونو څخه پرده پورته کړې .
د استانبول چاپ ‹‹صباح›› ورځپاڼې دخپلو باوري سرچینو په حواله ویلي؛ حکمتیار غوښتل ترڅو په ترکیه کې له دوستم سره په یو لړ مسایلو وغږیږي، همداراز یې هیله درلوده چې د ترکیې له حکومت څخه د ۵ میلیون دالرو مرسته وغواړي ترڅو پرې د خپل ګوند داخلي چارې ورغوي او همداراز په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې دپراخې ونډې اخیستلو په موخه خپل اقتصادي ځواک پیاوړی کړي.
ځکه حکمتیار غوښتي چې باید وکیلان د ګوندونو له ادرسه انتخاب شي او په دې توګه به دهغوی ټوله خرچه مربوط ګوند ورپوره کوي.
د ورځپاڼې په خبره؛ ترکیې له نوموړي سره له مرستو انکار کړی او بیرته تش لاس هیواد ته ستون شو.
ورځپاڼې ویلي؛ حکمتیار د ترکي چارواکو له غیرمترقبه ځواب څخه تر نا امیدي وروسته اوس غواړي د مرستو د جلبولو په خاطر ریاض ته ولاړ شي.
ورځپاڼې د شنونکو له قوله ویلي چې ښایي حکمتیار به سعودي چارواکو ته په افغانستان کې د هغوی دګټو دخوندیتابه، او په دې هیواد کې د ایران د نفوذي چارواکو پرضد د اقداماتو ژمنه ورکړي، ترڅو له هغه هیواده مرستې جلب کړي.
د یادونې وړ ده چې حکمتیار څو ورځې وړاندې عرب اماراتو ته هم تللی و.
تر اوسه حزب اسلامي په رسمي توګه نه دي ویلي چې حکمتیار سعودي ته کله او دڅه په خاطر سفر کوي.



