د کندز بې کاریو او د جوزجان ناامنیو د خلکو ژوند تریخ کړ

تبصره
په تېرو دوو کلونو کې په کندز کې ناامنیو د خلکو ژوند تریخ کړی ؤ، چې دوه کاله پرلپسې د کندز سقوط، د کندز اوسېدونکو ته د سر او مال تاوانونه واړول شول. له هغو ناامنیو وروسته د کندزه پانګورو وګړو له کندزه کډې کړې دي، پرمختیايي او د رغونې کارونه پکې کنګل شوي دي، ولسي وګړي له بې کاریو سر ټکوي، وايي کرۍ ورځ د کار په تمه له کورونو راووځو، په درېمه څلورمه ورځ ډېرو کمو مزدورکارو ته کار پیدا شي نور تش لاسونه او تش جېبونه کورونو ته په ناامیدۍ ستانه شي.
دا نه چې په کندز کې امن دی او یواځې بې کارۍ د ولسي وګړو ژوند تریخ کړی دی، په اصل کې ناامني ده چې په کندزکې یې د پرمختیايي کارونو مخه نیولې ده او څوک رغنیزو کارونو باندې لګښت نه کوي.
په تېر۲۰۱۵زاو بیا یو کال ورپسې د کندز سقوط او د ښار زړه ته د جګړو رسېدلو د کندز ښاریان او مرکز ته نږدې ولسوالیو خلک سختوجګړو، بمباریو، او د حکومتي پوځونو عملیاتو له کورونو کډو کولو ته اړ کړل، چې اوس هم د ناڅاپي بریدونو وېره شته. ځکه خو د غریب ولس د مزدورۍ او خوارۍ د نه موندلو له امله د هغوی ژوند تریخ دی.
په کندز کې دمخه د سپین زر فابریکه فعاله وه چې په سوونو مزورانو به پکې کار کاوه، خو چې په تېرو ۱۷ کالو کې حکومت د ولس لپاره کوم بنسټیز کار ونه کړ، په کندز کې هغه د غریب ولس د کار موندلو سپن زر فابریکه هم غیر فعاله پاتې ده. که په کندز کې یاده فابریکه فعاله شي، نو د کندز د خلکو یو څه ژوند به د دغه فابریکې په فعالولو سره په کار موندنې برابر شي. په افسوس سره، حکومت هيڅ وخت ولس ته دا ډول خدمت نه کړی او نه یې کوي.
په کندز کې د سختو ناامنیو له امله پانګه والو له کندزه خپلې پانګې ایستلې دي او اوس دومره کار نه موند ل کېږي چې ولس پرې خپلو بچیو ته د یوې ګولې د پیدا کولو په موخه کار وکړي. له یوې خوا ناامني او له بلې خوا بې کاري ده چې د کندز د ولسي وګړو او هم یې د کندز د ښاریانو ژوند تریخ کړی دی.
د دې ترڅنګ، په جوزجان ولایت کې بیا ناامنیو زور کړی دی. له ننګرهاره وروسته په جوزجان کې د داعش وسلوالو شتون او د داعش لخوا د علما کرامو، ولسي وګړو او حکومتي مامورینو نیولو او وژلو د جوزجان د ولس ژوند تریخ کړی دی.
د جوزجان ديني علماوو ويلي چې د قوش تپې ولسوالۍ له دينې مدرسو څخه د داعش جګړه مارې ډلې ٢٠٠ علماء نيولې او د برمتې په شکل یې له ځانه سره بېولي دي چې دې کړنو په جوزجان کې د ديني علماوو تر څنګ دعام ولس ژوند تريخ کړی دى.
لکه څرنګه چې بې کارۍ د کندز او نورو ولاياتو د ولسي وګړو ژوند تريخ کړی دى، دا ډول يواځې د جوزجان ولايت نه، بلکې سرپل، فارياب، بلخ او نور ولايات هم له ورته ګواښ سره مخ دي.
د جوزجان ولايت قوش تپه کې د داعش روزنيز او نظامي مرکز او په کندز کې د بې کاريو مرکزونو د ولسي وګړو ژوند دومره تريخ کړى چې نه نورو سيمو ته د کډو کولو توان لري او نه یې نور په خپلو کورونو کې د ژوند کولو توان شته. په دواړو صورتونو کې د يادو ولاياتو اوسېدونکي د مرګ او ژوند تر منځ تريخ ژوند تېروي.



