
د حيواناتو جنګول او ظلم پرې کول
عبدالغفور خليلي
د حضرت ابن عباس رضى الله عنه نه روايت دى ، فرمايي :
نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن التحريش بين البهائم. ( رواه أبو داود والترمذي بإسناد صحيح)
رسول الله صلى الله عليه وسلم د حيواناتو له جنګولو څخه منع کړې ده ،
نن ورځ زمونږ په ټولنه کې د دې جرم ډير ارتکاب کيږي ، مونږ په خپلو کليو او ښارونو کې زيات شمير ځوانان او سپينږي وينو ، چې مړزان ، سپيان او چرګان جنګوي ، او ډير خلک د تماشې لپاره ورته را ټول وي ، جنګول خو پرېږده ، اوس ډير خلک ورباندې جواري کوي ، دا څومره د افسوس خبره ده ، هغه بې ژبي مخلوق چې الله تعالى ستا د فايدې لپاره پيدا کړي دي ، او بيا يې ستا په ملکيت کې درکړي ، تر څو يې ساتنه وکړې ، د خپل ژوند اړتياوې ورڅخه پوره کړې ، ته ورباندې ظلم کوې ،
ايا تا سره دومره احساس نشته چې دا خو د الله تعالى مخلوق دى ، ته ورباندې ولي ظلم کوي ،
ايا تا د هغه اوښ کيسه نه ده اورېدلې ، چې د خپل مالک شکايت يې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وکړ ،
د عبدالله بن جعفر رضى الله عنه نه روايت دي ،
يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم د يوه انصاري باغ ته ننوت ، هلته يو اوښ راووت ، کله يې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وليد په ژړا شو ، او سترګې يې له اوښکو ډکي شوې ، رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه اوښ خواته ورغى ، او په سر يې لاس راکش کړ ، په دې سره هغه اوس قرار شو ، له هغه وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : د دې اوښ مالک څوک دي ؟ د دې خبري په اورېدو سره يو انصاري ځوان راغى ، او ويې ويل : اې د الله رسوله دا اوښ زما دى ، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ايا ته د دې حيوان په باره کې د الله جل جلاله څخه نه ويريږې ، د کوم چې الله جل جلاله ته مالک ګرځولى يې ، د ې اوښ ماته شکايت وکړ چې ته يې وږى ساتې او زيات کار ورڅخه اخلې ، (سنن ابوداؤد:جلد دوم:حدیث نمبر 784)
کوښښ وکړئ چې له دې جرم نه ځان وساتئ ، په دې جرم الله تعالى ډير زيات خفه کيږي ،



