په فيسبوک کې ديوه ځوان د يوې پيغلې څخه دپيژندنې غوښتنه
د ځوانانو او پېغلو لپاره جالبه لیکنه ده !!

ږغیزه وینا : مولوي عنایت الله علمي صاحب
لیکنه : احمدجنید مبارز
یوه بې باکه ځوان د بې ځایه او ناوړه مقصد لپاره یوې پېغلي ته ولیکل : ممکنه ده چي سره وپېژنو؟!
پېغلي ولیکل : ولي نه؛ باید خامخا ته پوه سې چي زه څوک یم.!
زه هغه حوا یم چي ستا د پوښتۍ څخه ددې لپاره پیدا سوې یم چي ازار مي نه کړې او دا هم هېر نه کړې چي ستا د جسم او بدن یوه ټوټه یم.
زه هغه څوک یم چي الله جل جلاله هغه وخت تاته په تحفه او هدیه کښي درکړم چي ته په جنت کي دیغ او تنها وې او کله چي د جنت څخه راووتلې بیا هم یوازي وې او ژړل دي په داسي چا پسي ګرځېدې چي ستا تنهایۍ او یوازي والۍ درڅخه لیري کړي.
زه ستا مور، ستا خور، ستا لور، او ستا هغه مېرمن یم چي ستا کور در ساتي.
زه سورة النساء، سورة المجادله، سورة النور، سورة الطلاق او سورة المریم یم.
زه هغه څوک یم که ستا مور سوم ستا جنت زما تر پښو لاندي دی.
زه هغه څوک یم چي الله جل جلاله ماته په میراث کي ستا د حِصې نیمه حِصه راکړې ده، دا په دې سبب نه چي زما سپکاوی پکښې وي بلکي په دې سبب چي زما ټوله خرڅ او مصرف یې پر تا ایښی دی.
زه هغه څوک یم چي حبیب صلی الله علیه وسلم تاسي ته زما سره د ښې ګذارې وصیت کړی دی.
زه هغه څوک یم، که مي ښه او صالح اعمال کاوه، د الله جل جلاله پر لار برابره وم، تر زرو نا صالحه نارینه وو ښه او بهتره یم؛ که ته د هغو کسانو څخه یې چي په لهوه او عبثو کارونو پسي ګرځي نو د لهوه او عبث او فاحشي ایډي یا صفحې ته ولاړ سه.
زه او ماغوندي نوري ښځي فیسبوک ته ددې لپاره راغلي یو چي خلګ سمي لاري ته را وبولو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او فضائل نشر کړو او تاغوندي ځوانانو ته ادب ور وښيوو.!
محــترمه ! اوس نو ته راته ووایه چي ته څوک یې؟
ځوان یې په جواب کي دغه لاندنۍ دوې جملې ولیکلې : زه و الله جل جلاله ته توبه کوونکۍ، پر ګناهونو پښېمانوونکۍ یم او هغه مور دي نېکمرغه وي چي تا غوندي لور وروزي او تربیه یې کړي.!



