(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۱) د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټه وايي، تېر کال په هېواد کې د خبريالانو د وژنې او تهديد کچه د وړم کال په پرتله ۵۴ سلنه زياته شوې وه، چې پکې نږدې شل خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي.
د دغې کميټې رئيس نجيب شريفي نن يوې خبري غونډې ته د شپږ مياشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل، پر رسنيزو دفترونو د بريدونو او خبريالانو سره د تاوتريخوالي پېښې اووه شپېته سلنه زياتې شوي، په خبره يې چې دغې کميټې په تېر کال کې د خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۱۹۶ پېښې ثبت کړي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶م کال کې يواځې ۱۰۱ پېښې ثبت شوې وې.
نوموړي د تازه خپاره کړي راپور له مخې وويل، په ثبت شويو پېښو کې “شل د خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو د وژنې، يوشپېته پېښې د ټپي کېدو درويشت پېښې د وهلو، دوه دېرش پېښې د سپکاوي او ناوړه چلند، شپږ پېښې د اخراجولو، پنځلس پېښې د ګواښونو او دولس پېښې د نيولو او تړلو دي. ”
راپور زياتوي، وړم کال کې ټول ديارلس خبريالان وژل شوي او په ۲۰۱۷م کې شل تنه وژل شوي، چې د وړم کال په پرتله د خبریالانو د وژلو او تهديد کې څلورپنځوس سلنه زياتوالی ښيي.
ډیری وخت په هېواد کې افغان خبريالان هغه مهال وهل کېږي او ګواښونه ورته کېږي، کله چې دوی د ځينو چارواکو د فساد، د خلکو سره د ناوړه چلند او يا خپلمنځي شخړو په اړه راپورونه برابروي او ځينې يې بيا د جګړو او چاودنو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.


















