(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۳) د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ نړیوال پنځوس اووریز جام په لړ کې خپله لومړۍ سیالي له پاکستان څخه وګټله.
دغه سيالي تېره شپه پيل شوې وه او نن سهار د پاکستان کرکټ لوبډلې په ماتې پای ته ورسېده.
د لوبې پچه پاکستان کرکټ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يې وکړه، چې ۴۷،۴ اورونو کې يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او افغان لوبډلې ته يې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۷،۳ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو سره پوره کړ او لوبه يې په خپل نوم کړه.
د شپاړلس هېوادونو د نولس کلنو لوبډلو د نړیوال جام پنځوس اوريزې سيالۍ په نيوزيلنډ کې پيل شوي، چې د افغان نولس کلنو لوبډلې دوهمه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د سريلانکا په وړاندې وي.
د شپاړلس هېوادونو دغه لوبډلې په څلورو ګروپونو ويشل شوي او افغانستان په (د) ګروپ کې قرار لري، چې پاکستان، سريلانکا او ايرلنډ پکې شامل دي.
بايد وويل شي، چې د افغانستان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې په اسيايي سياليو کې تر دې مخکې دوه ځلې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.


















